1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراين کي د پارلماني ټاکنو پيل

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آبان ۴, یکشنبه

داسي اټکل کيږي چي د اوکراين په پارلماني ټاکنو کي به د اروپايي ټولني پلويان بريالي سي. د پارلمان تر نيمايي ډيري چوکی به په خپلواکو کانديدانو پوري اړه ولري. د نظر پوښتنو له مخي د جمهور رئيس گوند به تر ټولو ډيري رايي وگټي.

https://p.dw.com/p/1DcHT
انځور: Reuters

په اوکراين کي د ويکتور يانوکوويچ تر راپرځېدو وروسته نن د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۲۶مه) لومړي پارلماني انتخابات ترسره کيږي. په دې هيله چي په دغو ټاکنو د اروپايي ټولني پلويان خپلواک گوندونه او کانديدان بريالي سي، جمهور رئيس پترو پوروشينکو د ټاکنو د ژر ترسره کېدو غوښتنه کړې وه. په دې سره نو هغه کولای سي چي د پارلمان په مرسته خپل پلانونه چټک عملي کړي.

د وروستيو نظر پوښتنو له مخي د «پترو پوروشينکو بلوک» به تر ۳۰ سلنه زياتي رايي خپلي او تر ټولو پياوړی فراکسيون به جوړ کړي. په قوي احتمال سره د هغو استازو شمېر به ډېر وي چي د پوروشينکو د سياست ملاتړ کوي. د پارلمان د ۴۵۰ چوکيو نيمايي به په خپلواکو کانديدانو پوري اړه ولري.

د نظر پوښتنو پايلي ښيي چي په دغو ټاکنو کي به دوهم پياوړی گوند د اوليگ لياشکو په مشرتوب «راديکال گوند» وي.

د لومړي وزير ارسني ياڅينيوک د «خلکو جبهه» او د يوليا تيموشينکو په مشرتوب د «پلار وطن گوند» هم د اوکراين پارلمان (رادا) ته د ورتگ ډېر چانسونه لري.

د نظر پوښتنو له مخي داسي ښکاري چي د اوکراين په راتلونکي پارلمان کي به د هغو استازو برخه ډېره وي چي د اروپايي ټولني پلويان دي. د اټکلونو له مخي د پارلمان دوه پر دريمه برخه چوکۍ به دوی وگټي.

د پخواني جمهور رئيس ويکتور يانوکوويچ د «سيمو گوند» به په دې دليل چي ملاتړ نه لري په ټاکنو کي گډون ونه کړي. يانو کوويچ د روان کال په فيبروري مياشت کي د سترو احتجاجونو په پايله کي مجبوره سو چي له واکه ليري او روسيې ته وتښتي.

خو دهغه د گوند ځينو غړو د «اپوزيسيون بلوک» په نوم نوی گوند جوړ کړی دئ او په پارلماني ټاکنو کي ئې گډون کړی دئ. يو تعداد به ئې په ټاکنو کي د خپلواکو کانديدانو په شان هم گډون وکړي.

دا چي د نا امنيو له کبله په دنيڅک او لوگانسک سيمو کي ټاکني نه تر سره کيږي، د روسيې پلويان په پارلماني ټاکنو کي د بريا ډېر لږ چانس لري.

په پلان کي ده چي په دغو سيمو کي به د نوومبر مياشتي پر ۲ نېټه سيمه ييزي ټاکني تر سره سي. جمهور رئيس پوروشينکو ويلي ول چي دغه ټاکني دي د ډسمبر مياشتي پر ۷ نېټه ترسره سوي، خو د بېلتون غوښتونکو مشرانو ټينگار وکړ چي دوی په دې اړه پخپله پريکړه کوي.

د لومړي وزير خبرداری

د اوکراين لومړي وزير په انتخاباتو کي د روسيې له خوا د بې نظميو خبرداری ورکړی دی. هغه ويلي دي چي روسيه به د ټاکنو د بې ثباته کولو له پاره حتي د «تروريستي» بريدونو له ترسره کولو څخه هم مخ وانه ړوي. هغه د خپل هيواد له امنيتي چارواکو سره په غونډه کي د ډېرو امنيتي ځواکونو پر ځای پرحای کولو باندي ټينگار کړی دئ.

روسيې تر اوسه پوري په دې اړه غبرگون ښوولې نه دئ خو د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت اميداوري ښوولې ده چي ټاکني به «پر ديموکراتيکو معيارونو» ولاړي وي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د وياند په خبره د دوی استازي به د اوکراين په پارلماني ټاکنو کي د «اروپا د امنيت او هکارۍ» سازمان له څارونکو سره يو ځای ټاکني وڅاري.