1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراین کې د اوربند د ماتیدو ویره

مسعود جهش (AFP, Reuters, AP)۱۳۹۳ بهمن ۲۶, یکشنبه

په اوکراین کې د نوي اوربند تر پیلیدو یوازې څو ساعته وروسته ښکیلو اړخونو یو پر بل باندې د نویو بریدونو تورونه لگولي دي. اوکرایني ولسمشر پروشینکو دغه اوربند د سیاسي حل لارې له پاره وروستی چانس بللی دی.

https://p.dw.com/p/1Ec2I
انځور: picture alliance/AA/V. Koshkin

د اوکراین ولسمشر پیترو پروشینکو، په یوې ژوندۍ تلویزیوني وینا کې خپلو ټولو ځواکونو ته د اوربند امر وکړ. هغه د اوکراین په سیمه ییز وخت د شپې په لسو بجو وویل: «زه هیله لرم چې د سیاسی حل لارې د موندلو له پاره د اوږه بهیر د پیل دغه وروستی چانس به له لاسه ولاړ نه شي.»

د اوکراین د پوځ ویاند ولادیسلوف سیلیزینوف، وویل چې اوکرایني ځواکونو سمدستي د ولسمشر امر ومانه. په ختیځ اوکراین کې ډزې سمدستې د شپې له خوا ودریدې خو لږ وروسته دواړو اړخونو یو پر بل باندې د نویو بریدونو د په لاره اچولو تورونه ولگول.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له ختیځ اوکراین څخه اخیستل شوي انځورونه «داسې د اعتبار وړ شواهد» وړاندې کوي چې روسانو د دیبلیستوف ستراتیژیک ښار ته نزدې درنې وسلې ځای پر ځای کړي دي چې پر اوکرایني ځواکونو باندې بریدونه ترسره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین پساکي، د شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل: «موږ پر دې ډاډه یو چې دا د روسي پوځ وسلې دي، نه د بیلتون غوښتونکو.»

د اوکراین د امنیتي ځواکونو مشر ولنتین نالیواشینکو، ویلي دي چې د اوربند تر نافذیدو یوازې ۵۰ دقیقې وروسته، د روسانو تر کنترول لاندې سیمې څخه پر اوکرایني ځواکونو باندې بریدونه شوي دي.

له بلې خوا اوکرایني بیلتون غوښتونکو ادعا کړې ده چې اوکرایني پوځ د شپې تر نیمایي وروسته د دیبلیستوف په سیمه کې درنې وسلې ځای پر ځای کړې دي. دغه سیمه ستراتیژیک ارزښت لري چې د بیلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې دوه سیمې د اوگاډې له لارې یو له بل سره وصلوي.

د بیلتون غوښتونکو رسنیو د خپلو چارواکو په حواله ویلي دي: «د دې له پاره چې د ملکي تلفاتو مخنیوي وشي، دقیق هدف ویشتونکې وسلې د دښمن د اهداف د په نښه کولو په موخه ځای پر ځای کیږي.»

نړیوال فشارونه

د امریک متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د شنبې په ورځ له خپل روسي سیال سرگي لاوروف، سره د تلیفون له لارې خبرې وکړي. هغه په دې اړه اندیښنه څرگنده کړه چې روسان او بیلتون غوښتونکي هڅه کوي چې د اوربند تر نافذیدو مخکې د دیبلیستوف سیمه تر خپل کنترول لاندې راولي.

له بلې خوا د بخښنې نړیوال سازمان ویلی دي چې په سیمه کې د بند پاتې شویو ملکي وگړو په اړه اندیښنه لري. د آلمان او فرانسې په منځگړیتوب د رامنځ ته شوي نوي اوربند لومړني هدف د ملکي تلفاتو مخنیوي ده. پر دې سربیره د جگړې له لومړۍ کرښې څخه د درنو وسلو ایستل، او د یوې حایلې سیمې رامنځ ته کول د دغه اروبند په دوه اوونیزو اهدافو کې دي. د اوربند په موافقې کې له سیمې څخه د ځواکونو د ایستلو په اړه څه نه دي راغلي.

پر دې سربیره د اوکراین حکومت مسوولیت لري چې د بیلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې وگړو ته د تقاعد پیسې او نور دولتي امتیازات هم ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب