1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراین کې له اوربند څخه ملاتړ

مسعود جهش (AFP, dpa)۱۳۹۳ اسفند ۱, جمعه

فرانسې، آلمان، رو سیې او اوکراین په دغه هیوا کې له اوربند څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې دې هیواد ته د سوله ساتو سرتیرو د استولو نظر له هرکلي سره نه دی مخامخ شوی.

https://p.dw.com/p/1Eev7
انځور: Reuters/Ratner

د فرانسې، آلمان، روسیې او اوکراین مشرانو یو ځل بیا د اوکین له اوربند څخه خپل ملاتړ تازه کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د دې هیواد په ختیځ کې اوس هم د بیلتون غوښتونکو او د کیف ځواکونو تر منځ وضعیت ډیر حساس دی.

د اوکراین ولسمشر پیترو پروشینکو او د بیلتون غوښتونکو مشرانو له نړیوالو سوله ساتو څخه وغوښتل چې د اوکراین ختیځې برخې ته راشي. په دې سیمه کې د اوربند پر یوه تړون سربیره هم جگړه نه ده آرامه شوې.

ایا سوله ساتي ځواکونه به واستول شوي؟

خو د سوله ساتو ځواکونو د استولو نظریه د اوکرایني ولسمشر، آلمان صدراعظمې، فرانسې او روسیې ولسمشرانو تر منځ په یوه تلیفوني کنفرانس که له ډیر هرکلي سره مخامخ نه شوه.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر چې اوس د افریقا په سفر بو خت دی، د اوکراین د ولسمشر د وړاندیز پر وړاندې غبرگون وښود او ویې ویل: «د سوله ساتنې دغه شان یو ماموریت د دې مستلزم دی چې په سیمه کې یو باثبات اوربند موجود وي.

تیره اوونۍ د آلمان او فرانسې په منځگړیتوب د مینسک تړون رامنځ ته شو چې له مخې یې باید په اوکراین کې یو اوربند نافذ شي. خو د دې تړون تر رامنځ ته کیدو وروسته هم په ختیځ اوکراین کې نښتې روانې دي او دواړه اړخونه یو پر بل باند د هغه د ماتولو تورونه لگوي.

د اوکراین پوځ ویلي دي چې شاو خوا ۲۰۰ اوکرایني ځواکونه لا درکه دي او یا هم د بیلتون غوښتونکو له خوا نیول شوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب