په اوګندا کي د مځکي ښویدني له امله ډېري کسان وژل سوي دي
۱۳۹۱ تیر ۶, سهشنبهاعلان
د افریقا په ختیځ هیواد اوګاندا کي د مځکي ښوېدني له امله لږترلږه ۱۸ انسانان له منځه تللي دي. لکه څرنګه چي سره صلیب خبر ورکړی دئ، تر سختو بارانونو وروسته د دغه هیواد په ختیځ کي د کینیا سرحد ته نژدې دوه کلي تر اوبو لاندي سوي دي. په دغه پېښه کي لږترلږه ۱۵ کورونه خراب سوي دي. د چارواکو په حواله کېدای سي، چي حتی په سوونو انسانو په دغه پېښه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی وي. د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر شتیفین مالینګا خبر ورکړی دئ، چي د ژغورني عملې یو ټیم ناورین ځپلي سیمي ته استول سوی دئ. په همدغه سیمه کي د ۲۰۱۰ کال د مارچ په میاشت کي هم د مځکي ښوېدني له امله لږترلږه ۲۰۰ انسانان له منځه ولاړل.