1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايتاليا کي یو افغان مهاجر د ترهګرۍ په تور نیول شوی

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

ایتالیاوي چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې یو افغان پناه غوښتونکی یې د نړیوالي ترهګرۍ په تور نیولی دی. دوی ويلي دي چې د نیول شوی کس دوه نور ملگري چې په اروپا کې یې د بریدونو پلان لاره په تیښته بریالي شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Il6A
د ناصري داسي يو انځور چي وسله ئې په لاس کي ده موندل سوی دئ.
انځور: picture-alliance/dpa/Italian Police Caaribinieri

د ایټالیا «کارابیري» پولیسو په باري ښار کې ۲۳ کلن حکیم ناصري، نیولی دی. د ANSA خبري آژانس ویلي دي چې دغه کس یوه ځآیي هوایي ډګر ته نزدې د مهاجرو په مرکز کې اوسید او د می میاشتې پر شپږمه نیټه یې «نړیواله ساتنه» ترلاسه کړې وه.

د باري ښار څارنوال رابرتو روسي، ویلي دي چې ناصري تر هغه وروسته ونیول شو چې پولیسو یې په ګرځنده تلیفون کې په باري، روم، پاریس او لندن ښارونو کې د احتمالي ترهګریزو اهدافو انځورونو وموندل. پر دې سربیره د هغه له ګرځنده تلیفون څخه د اسلامپالو ترهګرو پروپاګندي ویدیوګانې او د هغه داسې یو انځور چې په لاس کې یې وسله ده، موندل شوي دي.

روسي، په یوه تلویزیوني خبري کنفرانس کې ویلي دي: «زموږ د قوانینو له مخې همدا کافي ده چې وویل شي یو ګواښ موجود وو.» هغه ټیګار کړی دی چې که یو کس یوازي په یوې ترهګري ډلي پوري تړلی وي او د بریدونو ګواښ یې نه وي کړي، نو بیا هم نیول کیدای شي.

هغه ویلي دي: «له دې سره موږ کولای شو د دې مخه ونیسي چې یوازي له بریدونو وروسته په اقداماتو لاس پوري کړو.»

دغه ایټالیايي چارواکي زیاته کړې ده چې ناصر او نورو د «نظریاتو له خپلولو څخه یو ګام مخکې ایښی وو او کوم کار ته یې چمتوالی نياوه». د روسي په خبره دا چې د هغوی هدف ترسره کیدای شوای او که نه، له قضایي لحاظه مهم نه دی.

دا چې ناصري یو پناه غوښتونکی وو، نو د ایټالیا ښي اړخي ګوند شمالي لیګ، یووار بیا د پناه غوښتني د قوانینو د سختولو غوښتنه کړې ده. د دې ګوند مشر متیو سلواني، په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي: «څومره اسناني بمونه هغوی زموږ کور ته پریږدي. حکومت په دې کې ښکیل دی. ایا باید موږ خدای مکړه یوه برید ته په تمه شو، که خپل سرحدونه وساتو، د کډوالو منل محدود کړو او اخراجونه ډیر کړو.»

روسي د ناصري او د هغه د ملګرو د شکمنو اقداماتو په اړه زیاته کړې ده چې ناصري او د هغه ملګرو د اروپا بیلابیلو ښارونو ته سفرونه کړي دي او ډیر نقدې پیسې یې پرته له دې چې د عواید کومه مشخصه سرچینه ولري، مصرف کړې دي. د دغو کسانو په اړه څېړنې په دیسمبر میاشت کې هغه مهال پیل شوې چې هغوی د باري ښار په یوه لوی پلورنځای کې د فلم اخیستني پر مهال ولیدل شول.

پر دې سربیره یو بل افغان کډوال ۲۹ کلن ګلستان احمدزی، له غیر قانوني مهاجرت سره د مرسته کولو په تور نیول شوی دی. پر هغه باندي له افغانستان او پاکستان څخه ایټالیا ته د خلکو د راوستلو تور لګول شوی دی. پر دې سربیره هغه له ایټالیا څخه فرانسې او بریتانیا ته د مهاجرو د سفر له له پاره زمینه هم برابروله.