په ايتوپيا کي پارلماني ټاکني تر سره سوې
۱۳۸۹ خرداد ۳, دوشنبهحتی مخکي تر دې چه په يکشنبه ۳۲ مليونه د رايو ورکولو مستحق ايتوپيايان خپلي رايي ورکي ، د تر ټولو بانفوذه مخالف ګوند ميدريک مشر بي يېنه پيتروس پر حکومتي ګوند EPRDF باندي په انتخاباتو کښي د لاس وهني تور ولگاوه.
« حکومتي ګوند انتخابات يوازي د جعل کارۍ د لاري وړلای سي ، نه د بلي لاري . »
د انتخاباتو په ورځ د انتخاباتي حوزو تر خلاصيدو لږ وروسته اپوزيسون پر حکومت باندي په انتخاباتو کښي د لاس وهني تور بيا تکرار کی .
انتخاباتي ناظرينو ته په انتخاباتي حوزو کښي د نظارت اجازه ورنکول سول ، او انتخاباتي صندوقونه د حکومتي ګوند د پلويانو په ډکو سوو پاڼو سره حوزو ته راوړل سوي وه .
په ايتوپيا کښي د اروپايي ټولني د انتخاباتي ناظرينوآمر ټيجس بېرمن که څه هم دغه تورونه تاييد کړل ، خو غواړي د انتخاباتو د جريان په باب سبا سهار په رسمي ډول نظر ورکي.
«موږ ته عملاً مختلف شکايتونه راغلي دي ، او موږ په اوس وخت کښي کوښښ کوو، هغه تحليل او تجزيه کو ، چي په هغه کښي په کومه اندازه او څونه سخته جعل کارۍ سوې ده . اوس موږ د هغه په باب مستقيمأ څه نسو ويلای . »
لکه څنگه چه د ۲۰۰۵ کال په نسبت دا پلا په ايتوپيا کښي انتخاباتي مبارزه
په آرامۍ سره تيره سول ، د رايي ورکولو جريان هم په ښه ډول پر مخ ولاړۍ .
لکه د ډيبرې سې اِټ په ښار کښي ،په اکثرو نورو ښارو کښي هم تر غرمې پوري اکثرو ايتوپيايانو خپلي رايي ورکړي وې.
دغه کوچنی ښار چه د ايتوپيا د پايتخت اديسه بابا څخه څه ناڅه ۱۰۰ کيلومتره ليري دی ، د ايتوپيا د تقريبأ ۸۰ قبيلو د تر ټولو لويي قبيلې اورومو ټاټوبی دی.
خو اوروموقبيله چه پر خپل غټوالي سربيره ليري پرته ده ، اوس کوښښ کوي په اديسه بابا کښي په سياست کښي ډيره مداخله وکي .
که څه هم د انتخاباتي مبارزې په جريان کښي څو کسه مړه سول ، خو بيا هم د رايي ورکولو په ورځ هر څه په آرامۍ سره تير سول .
په دغه ښار کښي د انتخاباتو د ۵ ناظرينو څخه يو تن وايي:
« موږ انتخاباتي حوزې پر ۵ بجو خلاصي کړې ، اود پلان سره سم پر ۶ بجو رايي ورکول شروع سول. موږ تر اوسه پوري هيڅ مشکل نه درلودی، هر څه د پلان مطابق ول. رايي ورکونکو کولای سول ، د خپل ديموکراتيک حق څخه استفاده وکي . »
د نازارېت د ولايت مرکز ته يو رايه ورکونکی د ماپښين پر ۳ جو ورغی، او په داسي حال کښي چه گوته يې په رنگو لړلې وه ، خپله رايه ورکړه.
خو مخالفين او دبشر د حقوقو سازمانونه ،لکه Human Rights Watch پر حکومتي ګوند باندي تور لگوي، چه په شعوري ډول سره يې د خلگو د بيرولو او تهديدولو سياست پر مخ بيولی دی.
بانفوذه مخالفه رهبره بيرتوکان مېډيکسا اوس هم بندي ده ، او ډيپلوماټانو ددې حق نه درلودی چي د انتخاباتو نظارت وکي .
د ایتوپياد انتخاباتو رسمي نتايج او د پارلمان د چوکيانو ويش به د جون پر ۲۱ اعلان سي .
Schadomsky/ محمد قاسم نوري
کتونکی. زيارمل