1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايدومنيه کې د سرحد د پرانیستل کیدو آوازې

۱۳۹۵ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

له مقدونيې سره نږدي پرتې د يونان په سرحدي سیمې ایدومنيه کې د مهاجرينو تر منځ داسې آوازي خپرې شوي دي چي ګواکې دغه سرحدي پوله به د سه شنبې په ورځ د مقدونيې په لور پرانیستل شي.

https://p.dw.com/p/1ITc9
انځور: Reuters/A.Avramidis

د یونان یوې تلويزیونې شبکې رپوټ ورکړی دی چې د مقدونيې پولیس اوس د تیارسي په حالت کې دي.

یو شمیر امنیتی ځواکونه خو آن په دې اند دي چې د رضاکاران او فعالانو دغې آوازې د خپورولو تر شا دي خو اوس پولیس یوازې د مرسته کوونکو اسناد ګوري او تر دې زیات د هغوی پر وړاندې په کوم اقدام لاس نه شي پورې کولای.

دغه آوزاي ډير ژر د مهاجرینو په منځ کې خپرې شوې دي. د دغې سيمی ښاروال رسنیو ته ویلي دي: «په ایدومنیه کې غیر دولتی سازمانونه لکه د مرخیړیو په څير له ځمکی څخه راپورته شوي دي.»

اوسه په دې سیمه کې له کډوالو سره ۱۶ ځایي غیر دولتي سازمانونه مرسته کوي. که له هغوی سره له بهر څخه راغلي نور سازمانونه هم یو ځای شي نو په سیمه کې د فعاله خیریه سازمانونو شمیر ۳۶ تنو ته رسیږي.

د يکشنبې په ورځ په عربي ژبه يوه شبنامه خپره شوه چې د مقدونيې سرحد ته د مهاجرينو د ورتګ او هجوم سبب شوه. د مقدونيې پوليسو هم د هغوی پر ضد له اوښکې بهونکي ګاز او ربړي مرمیو څخه کار واخیست. له همدې کبله په سلګونو مهاجر د ساه بندۍ او د سترګو درد له ستونزو نه وزوريدل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب