1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي د بندي افغان زلميانو په اړه د امنستي انتر نشنل اندېښنې

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

د افغانستان په ولسي جرگه کي د مخدرو موادو سره د مبارزې کمېسيون په يوه رپوټ کي راغلي دي، چي په ايران کي 5500 تنه افغانان بنديان دي،چي ددې جملې څخه يې 3000 کسان د مخدره موادو په تور په اعدام محکوم سوي...

https://p.dw.com/p/NJlC
يوشمېر ځوانانو په ايران کي د زندايانو په اړه د نه خوړلو پريکړه کړې.
يوشمېر ځوانانو په ايران کي د زندايانو په اړه د نه خوړلو پريکړه کړې.انځور: AP

امنيستی انترنشنل اندېښنه لري، چي د دوی په ډله کې نابالغ کسان هم شامل دی او دا چې په ايران کې محاکمه په منصفانه ډول پرمخ نه وړل کيږی.

د دويچه ويلي همکار احمد ولی اڅکزی ليکي، چي په ايران کې د هغو افغاني اتباعو د شمير په هکله چي د خپل اعدام د حکم د تطبيقيدو څار کوی، لا سم معلومات نسته.

د افغانستان د پارلمان د مخدرو توکو په وړاندې د مبارزې د کمېسيون د يوه رپوټ له مخې 5630 تنه افغانان په ايران کې په زندان کې دی. رپوټ ادعا کوی د دغو بنديانو له نيمايي نه په زياته برخه د اعدام حکم صادر سوی.

په لندن کې د امنيستي انترنشنل استازی«دريوری دوکې» وايی، که څه هم چې د ايران چارواکي نورې شميرې راوړی، خو د زرهاوو انسانانو د ژوند مسأله ده چې بايد ساتنه يې وسي.

د هغه احتجاجونو څخه وروسته چي په کابل کي د ايران د سفارت په وړاندي د افغانانو لخوا وسول او د افغانستان څخه د باندي، د هالنډ او بريتانيا په هيوادونو کې د نورو لاريونونو څخه وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د تيرې يکشنبې په ورځ د خبريالانو په وړاندې وويل، چې د ايران له چارواکو سره خبرې روانې دی او په ايران کې د افغانی بنديانو دقيق شمېرلا نه دی څرګند.

د اټکل له مخې په ايران کې څه ناڅه دوه مليونه افغانان ژوند کوي. د دوئ ډيری کسان په اتيايمو کلونو کې د جګړې او زورزياتي له ويرې خپل هيواد پرې ايښی دئ.

ځينو افغانانو د ودونو له لارې په ايران کې د پاتې کيدو اجازه ترلاسه کړيده، نور بيا د کار په لټه کې له اسنادو پرته د افغانستان او ايران تر منځ سرګردانه دی.

دوئ بيا اکثراً د ايران د قانون او چارواکو منګولو ته ورلويږی. دا چې د نورو جرمونو تر څنګ د مخدرو توکو قاچاق ته هم د ايران د قضا لخوا د اعدام سزا ورکول کيږی، نو په دې اړه د سزا ورکړل شويو کورنيو ته زيات شميرستونزې، غمونه او تراژيدۍ پاته کيږی.

د هرات ولايت څخه د يوه اعدام سوي کس، خور وايي: د ورور يتيمان يې سوال ته مجبور سوي او ناوړه ژوند لري.

دغه مېرمن چې نه غواړی نوم يې واخيستل سي، د ايران قضا او د افغانستان ادارې سختي ملامتوي. د دې ورور په ايران کې مزدورکار وو او د مخدرو توکو سره يي هيڅ اړيکي نه درلودل.

دا ادعا کوي، چي د ده له کورنۍ سره لويه نا انصافی شويده. دغه ستونزې اوس د بشری حقونو زيات شمیر ټولنې بوختې کړيدی. خو په اصل کې خبره پر دې ده چې آيا په ايران کې محکوم شوي افغانان په انصاف محاکمه شوی او که نه. دريوری دوکې وايی چې، د څه ناڅه 3000 تنو په اعدام محکوم شويو افغانانو د محکمې د بهير په اړه هيڅ ډول دقيق معلومات نشته.

ايران د په اعدام محکوم شويو افغانانو په اعدامولو پيل کړيدی. د هرات، نيمروز او فراه له ولايتونو څخه شپږو کورنيو په وروستيو دوو اونيو کې، کله چې دغه مضمون ليکل کيده، په ايران کې د اعدام شويو خپلوانو او عزيزانو مړي ترلاسه کړل او له دويچې ويلې سره په اړيکو کې دي.

دغه کورنۍ او د بشری حقونو ټولنې دعوا لری چې د محکوم شويو په ډله کې نابالغ کسان هم شامل دی، چې د نړيوالو قوانينو له مخې يې د اعدام اجازه نشته. د ايران د چارو کارپوه « دريوری دوکې» وايي، يوبل واقعيت هم شته چې ډير نابالغ افغانان د بانفوذو کسانو لخوا د مخدرو توکو قاچاق او سوداګرۍ ته مجبور شوي دي.

افغانستان لاهم د نړۍ د مخدرو توکو د برابرولو تر ټولو ستره سيمه ده او د مخدرو توکو سوداګري د ملياردونو سوداګري ده. بانفوذه جګړه سالاران او د مخدرو توکو خانان، دوی چې د ځينو سرچينو له مخې، په حکومت هم ډير اغيز لری، له سزا څخه کومه ويره نه لری.داسې کسان شته چې له بې وسۍ او بې وزلۍ څخه د مخدرو توکو په قاچاق اوړی او اوس په سختو سزاوو ګواښل کيږی. امنيستی انترنشنل او د متأثرينو کورنۍ هيله کوی چې نړيواله ټولنه داسې يوه لاره چاره پيدا کړی چې په ايران کې له تورنو افغانانو سره په انصاف چلند وشی.

احمد ولي اڅگزی/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل