1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي د جندالله ډلي يو مشر عبدالحميد ريگي پانسۍ سوی

۱۳۸۹ خرداد ۶, پنجشنبه

د رويترس خبري آژانس په يو رپوټ کي ليکي، چي د تيري دوشنبې په ورځ دجند الله په نامه دايران دسوني مذهبو پاڅيدونکو مشر عبدالحميد ريګي په اعدام محکوم سوی اوپانسۍ سوی دی...

https://p.dw.com/p/NYmY
عبدالحميد ريگي د عبدالمالک ريگي ورور دی، چي هغه هم د ايران د پوليسو لخوا نيول سوی دی
عبدالحميد ريگي د عبدالمالک ريگي ورور دی، چي هغه هم د ايران د پوليسو لخوا نيول سوی دیانځور: Irna

پر عبدالحميد ریګي باندي تور و، چي د تير کال د اکتوبر په میاشت کي يې په یوه بمي چاودنه کي لاس درلود. په چاودنه کي د ايراني پوليسو په شمول شاوخوا 40کسه وژل سوي ول.

دجند الله ډلي د ايران حکومت په دې تورن کړی، چي په ايران کي د سوني مذهبو مسلمانانو حقوق تر پښولاندي کوي.

تير کال د افغانستان او پاکستان پولو ته نژدې دسیمي د بېوزلوسوني مذهبه اوسيدونکو او ايراني امنیتي ځواکونو ترمنځ اخوډبونه رامنځ ته سوي ول.

دDer neue Tag په نامه المانۍ ورځپاڼه ليکي، که څه هم، چي د ايډيالوژۍ له پلوه د ايران او شمالي کوریا رژیمونه ډیر توپیر لري، په کوريا کي کونسټي حکومت او په ايران کي محافظه کار شيعه مذهبي مسلمانان ولي ددواړو هيوادونه ځني گډ خواص لري.

دواړه داسي واکداري چلوي چي د خپل دريځه څخه نه اوړي. دواړه هیوادونه نړیوالو لانجو ته لمن وهي، دواړه په دې هڅه کي دي، چي اټومي سلاوي ولري، او دواړه هيوادونه پر خپلو ملاتړکونکو ځواکونو باندي اتکا لري.

شمالي کوریا په چین متکي ده او ايران په روسيې باندي. تر اوسه ددوئ دغه ستراتيژي چلېده خو اوس داسي ښکاري، چي نور ددوئ ملاتړ کونکي سل په سلو کي ددوئ تر شا نه وي ولاړ .

داسي آوازې دي، چي ښايي دچين ولسي جمهوریت ته د شمالي کوريا د مشر Kim Jong – ill پټ سفر په دوستانه فضا کي پای ته نه وي رسيدلی.

مسکو هم تهرا ن ته داخبره په ډاګه کړي، چي نور دوئ د تهران پارونکي لوبي نسي زغملای.

د ايران رژيم د خپلو مخالفینو په مقابل کي ډیره بده رويه کوي. د بشر حقونو نړیوال پلوي ټولنهIGFM وايي په ايران کي د رژيم مخالفينو ته هغسي سزا ورکول کيږي ،چي څنگه د واکدارنو زړه غواړي.

ددې ټولني په يوه رپوټ کي ويل سوي دي، د بهاره هدايت او ميلاد اسدي په نامه دوه تنه ايراني اتباع، چي په ايران کي د محصلينو دیوې ټولني غړي دي،له دې امله يې د9 کالو د بند حکم سوئ، چي د افکارو او دسوله ايزو غونډو د جوړولو پلویان دي.

د هدايت د محکوميت په اړوند د تهران د انقلاب دمحکمې استدلال دادی،چي نوموړي د بهرنيوخبري رسنيو سره د مرکو په ترڅ کي ددولت پر ضد تبليغات کړي او د هیواد مشرانو ته يې سپکاوی کړی.

AG/ ضيالحق فضلي

کتونکی. زيارمل