1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي د زلزلو د قربانيانو شمېر نور هم زيات سو

۱۳۹۱ مرداد ۲۲, یکشنبه

په ايران کښي د دوو پرلپسې زلزو په ترڅ کي شاوخوا ۲۵۰ تنه وژل سوي دي او تر ۲۰۰۰ ډير نور ټپيان دي. ژغورونکي ډلي اوس هم تر نړېدلو ودانيو لاندي د انسانانو د را ايستلو په تلاښ کي دي.

https://p.dw.com/p/15oHL
انځور: MEHR

زلزله د ايران د ختيځ آذربايجان ولايت په مرکز تبريز ښار کښي سوې ده، او سخت زيان ئې اړولی دئ.

فرانس پريس خبري آژانس لیکي، چي په دغه ښار کښي د زلزلې دقربانيانو ډيره برخه ښځي او کوچنيان دي. تر زلزې وروسته د ټولي شپې په جريان کښي د مځکي ۵۵ نور تکانونه هم سوي دي، چي د ژغورني په عملياتو کښي ئې ځنډ راوستی دئ.

د شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اگست ۱۱) د ايران په شمال لوېديځ کي دوو زلزلو په داسي حال کښي سخته مرگ ژوبله واړوله، چي ډيری خلک په کورونو کښي د روژې د مبارکي مياشتي په عبادت بوخت ول.

د امريکا د مځکي پيژندني ادارې ويلي دي، چي لومړۍ زلزله د ريشتر په حساب ۶،۴ او دوهمه ۶،۳ ثبت سوې ده. دغي زلزلې تر په کليو کښي ډير زيان اړولي دئ. د تبريز ښار چي ډيري ودانۍ ئې پخې دي، له سخت زيانه څخه بچ سوی دئ.

د ايراني چارواکو په خبره په دغه زلزله کښي تقريباً ۶۰ کلي سخت زيان من سوي دي، او په دوی کښي ډيری ئې له خاورو سره خاوري سوي دي.

د ايران د ختيځ اذربايجان ولايت د بيړنيو حالاتو د ادارې رئيس سيمه ييز خبريالانو ته ويلي دي، چي تر اوسه پوري ۲۵۰ تنو مړي را ايستل سوي دي، او شاوخوا ۲۰۰۰ کسان ټپيان دي. دغه چارواکي تر دې مخکي ويلي ول:«ټول وژل سوي کسان د کليو او بانډو خلک دي.»

په سيمه کښي د ايران د سرې مياشتي يوه کارکوونکي چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي، چي دولت سيمي ته نوري ژغورونکي ډلي هم لېږي«ځکه هلته ستر ناورين را منځ ته سوی دئ.»

دغه راز د فارس د خبر رسولو آژانس خبر ورکړی دئ، چي شاوخوا ۱۶ زره تنو بيا يوه ورزشي لوبغالي ته پناه وړې ده، او بيرته کورونو ته د را گرځېدو بيره لري.

فرانس پريس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض