1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کښي تر ټولو ډیر تنکي ځوانان اعداميږي

۱۳۸۸ فروردین ۲۸, جمعه

د انساني حقوقود ساتني د نړيوالي ټولني امنسټي انټر نيشنل د معلوماتو په حواله د 1990 ميلادي څخه راپديخوا په ايران کې لږ ترلږه 37 د کم عمر په کچه ځوانان اعدام سويدي ، چه 6کسان يې يوازي تير کال وه ...

https://p.dw.com/p/HZ2W
يو لوی محبس
يو لوی محبسانځور: dpa

د اټکلونو له مخي نور 130 د کم عمر ځوانان د پاڼسي کيدو انتظار باسي ،او ايران پدې هکله د يو منفي ريکاټ سرحد ته رسيدلی دی .

په ايران کي هغه ځوانان چه عمر يې 15 کاله وي د جرم لايق ګرځي ، د نجونو د پاره حتی دغه عمر تر 9 کلنۍ پوري ټاکل شويدی .

وکيل محمد مصطفايي چې په ايران کې د ځوانانو د جرم د پروسو استازيتوب او وکالت کوي ، وايي چه په ايران کي د ځوانانو د اعدام اندازه لکه څنګه چې د امنسټي انټر نيشنل په رپوټ کې راغلي دي ، ددې څخه نوره هم لوړه ده . مصطفايي وايي چه « د ملګرو ملتو د کوچنيانو د حقوقو تړون په نړيواله سطح 192 هيوادو امضاء کړيدی ، خو د پورتنيو هيوادونو څخه يې پنځه هر وخت د لږ عمرځوانان اعداموي ،چه ايران په پورتني قطار کي په لمړي لمبر کي ولا ړدی .

يوازي په تيرو دوو کلونو کې په ايران کې د 35 څخه تر 36 ځوانان اعدام سويدي ، چې دا زما او نورو ډيروخلکو د پاره د انديښنې وړ خبره ده . »

د ملګرو ملتونو د کوچنيانو د حقوقو د تړون 37مه ماده په واضح ډول د کوچنيانو او کچه ځوانانو آزارول اوشکنجه کول منعه کوي ، او هم اعدام او دايمي زندان ، د هر هغه چا دپاره چه عمر يې د 18 کلونو څخه کښته وي ، منعه کړيدی . خود ايران حکومت او نورو55 اسلامي هيوادو چه د ملګرو ملتونو د کوچنيانود حقوقو پورتنی کنوينشن يې امضاء کړې هم دی ، وايي چه دوی تنکي ځوانان نه اعداموي .

يو وکيل چې د ماشومانو د انساني حقوقو څخه د فاع کوي ، وايې چې ډيري حقوقي پروسې پدې هکله تر دغي ستراتيژۍ لاندي عمل کوي ،چه « حکومت 14 کلن او 15 کلن تنکي ځوانان بنديان او په اعدام يې محکوم کړي ، او بيانو په محبس کي پراته وي ، تر څو عمر يې 18کلو ياني قانوني سن ته ورسيږي ، بيا يې په اعدامولو پيل وکړي . زما په فکر دغه ځوانان په اصل کې دوه واري جزاء ويني »

د همدغي عملي کړنلاري په واسطه ايران په حقيقت کي نه يوازي د ملګرو ملتو دکوچنيانو د حقوقو د ساتني د تړون څخه سرغړوي ، بلکه د بين امللي هغه تړون د شپږمي مادې سره چه د انساني او سياسي حقوقو ساتنه او پالنه کوي ، او په 1966 ميلادي کې رامنځته سويدی ، هم مخالفت هم کوي .

په پورتني تړون کې هم د تنکي ځوانانو وژل او اعدامول منعه شويدي . همدغه تړون د ايران پارلمان هم منلی دی .

د بين امللي نورمونو او حقوقو پر اساس ، ايران دا ذمه واري لري چه د خپلو تنکي ځوانانو د حقوقو د ساتني او پالني بندوبست وکړي . امنسټي انټر نيشنل د ايران د پارلمان څخه دا هيله لري چې د پارليمنټ په روانو بحثونو کې د جزا د قانون په اړه يو ريفورم ته لاره هواره ، او د تنکي ځوانانو وژل او اعدامول د پورتني قانون څخه ليري کړي .

شجايي /ګرديوال

کتونکی : محمد قاسم نوري