1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کی د نيول شوو آلماني خبریالانو برخه ليک

۱۳۸۹ مهر ۲۲, پنجشنبه

وسترويله وویل:« مونږ په ټول قوت سره هڅه کوو چې دا قضیه حل شي. دوه الماني تبعه په ایران کې نیول شوي دي. مونږهغو سره د اړیکو نیولو په لټه کی يو.»

https://p.dw.com/p/Pdvi
د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويله
د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويلهانځور: picture alliance/dpa

آلمان د ایران له حکومت سره اړیکي نیولي چې د ایران په شمال لویديځ کې د نیول شویو آلماني ژورنالستانو د خلاصون لپاره ورسره خبرې اترې وکړي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیډو ویستر ویله د دې پخلې وکړ چې دوي د ایران د حکومت سره خبرې اترې پیل کړي دي.

وسترويله وویل:« مونږ په ټول قوت سره هڅه کوو چې دا قضیه حل شي. دوه الماني تبعه په ایران کې نیول شوي دي. مونږهغو سره د اړیکو نیولو په لټه کی يو.»

دا امکان لري چې د المان د بهرنیو چارو وزارت اوس په دې اړه دقیق معلومات ولري. ګیډو ویسټر ویله وویل چې ده هم د ایران د بهرنیو چارو د وزیر منو چهر متکي سره تماس نیولې دیږ هغه په دی اړه وویل:« ما د ایراني وزیر څخه خواهش وکړ چې دی شخصا د نیول شویو المانانو قضیه په خپل لاس کې واخلي . زه نه غواړم په اړه نور څه ووایم. خو دومره وايم چې تاسو باید په دې پوه شې چې مونږ د ټولو سفارتي امکانات څخه کار اخلو ترڅو دا دواړه نیول شوي آلمانان خوشي شي او آلمان ته بیرته راستانه شي.»

پر دغو ژورنالستانو چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي، تور لګول شوې چې دوي د سکینې محمدي اشتیاني د زوی سره مرکه کړي ده. سکینه محمدي آشتیاني د خپل میړه سره د خیانت په تور د سنګساریدو په سزا محکومه شوي ده. د معلوماتو د مخه ویل کیږي چې دغو ژورنالستانو د یوې الماني ورځپاڼي «بیلډ ام زونټاګ»Bild am Sonntag لپاره کار کاو او د همدی ورځپاڼي لپاره د یوی د مرکې په غرض په سفر وتلی ؤ.

هنډرک زورنر چې د المان د ژورنالستانو د ټولنې ویاند دې، په دې اړه وایې: « مونږ د دې ژورنالسټانو د نیولو وروسته سمدلاسه د بیلډ ورځپاڼې سره په تماس کې شو.تر هغه وخت دې ورځپاڼې نه دا خبره تایید او نه یې هم رد کړې ده. یعني مونږ لا تر اوسه نه پوهیږو چې دا خبریالان څوک دي او د چا لپاره یې کار کاو.»

خو د زورنر په آند د المان حکومت به ډير ژر په دې وتوانیږي چې دا خبریالان را خوشې شي. ایراني حکومت ویلي وو چې دې ژورنالسټانو د رسمی اجازه نامې څخه پرته د خبریالی په څیړنیز کار لاس پوری کړی دی او دا د ایراني قانون خلاف کار دې.»

د بې سرحده خبریالانو د ټولني په یوی وینا پاڼه کې ویل شوي چې دا مهمه نه ده چې دې خبریالانو دغسی یو جواز درلوده او که نه. په نوموړی وینا پاڼه کی راغلی دی چی : «ايرانی چارواکی د خپل سرو او د خبريالی د جواز د سخت چارچلندونو سره د بشری حقونو او د مطبوعاتو خلاف عمل کوی.»

بیولینګر/بریښنا صابر

کتونکی: عبدالباری حکيم