1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کې د بشري حقونو په اړه م. م. اندېښنه څرګندوی

۱۳۸۷ آبان ۹, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو سرمنشي يادونه کړې چې په ايران کې د مرگ سزا په تېرو څو مياشتو کې زور اخيستى چې ايراني چارواکي يې د نشه يي توکو له قاچاق سره د مبارزې يوه لار بولي.

https://p.dw.com/p/FkMn
انځور: AP Graphics/DW
سږ کال د جولاى پر 27 نېته 29 کسان اعدام شول، د ايران د قضائيه ځواک مشر غوښتنه وکړه چې د کوچنيانو اعدام دې وځنډول شي، چې ښاغلي بان يې هرکلى کړى دى. خو زياته يې کړه چې لا اوس هم ډېر شمېر کوچنيان اعدامېږي، د ملګرو ملتونو رپوټ په ايران کې تېرکال د ښځو د حقونو پر پلويانو ځپونکي گذارونه په غټو ټکو ياد کړي دي.

ډېر ځله ښځو ته د راپوتي پوړني او يا تنگو چپنو د اغوستلو له امله سزا ورکول کېږي.

دغه راز د بهايي مذهب له لارويانو سره د ترخه چلند د ډېرېدا خبرونه هم ورکړل شوي، چې په شيعه ايران کې يو مذهبي اقليت جوړوي. د بهايي مذهبو پر کورونو او دوکانونو بريدونه کېږي.

Öffentliche Hinrichtung im Iran
په عامه ځايونو کې هم خلک اعدام کېږيانځور: AP

د جنايتونو لپاره د بدن د غړو پری کول او فزيکي سزاوې چې د اسلامي سزا په نامه توجيه کېږي، د ښاغلي بان په وينا د اندېښنې يو لوى سبب جوړوي.

د ملگرو ملتونو سرمنشي هغه رپوټونه هم ياد کړل چې وايي همجنس بازان په پرله پسې په دورو وهل کېږي او گواښ ورته کېږي چې اعدام به شي.

ښاغلي بان د ايران د پارلمان له خوا د هغو اقدامونو د څېړلو هرکلى وکړ، چې ښځو ته به نور عدلي حقونه ورکوي او د کوچنيانو لپاره يې د جلا محکمو غوښتنه يو مثبت پرمختگ وباله.

خو په عمومی ډول د ملگرو ملتونو د سرمنشي نظر دا و چې په ايران کې د بشري حقونو په برخه کې ډېرې داسې مسئلې شته چې په پرله پسې ډول د اندېښنې سبب گرځي.