1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايټاليې کی د افغانستان له لوی سفير پروفيسرموسې معروفي سره مرکه

۱۳۸۶ خرداد ۱, سه‌شنبه

دويچه ويله :په تيرو شپږو کلونو کی د افغانستان په ټولنيز سياسي او اقتصادی چارو کي څه مثبت بدلونونه راغلي ستاسي په مطبوعاتی پاڼه کي پری رڼا اچول شوی او دا د خوښئ ځاي دی. خو له بله پلوه د دغه تاريخي لاس ته راوړنو سره سره بياهم د خلکو شکایتونه په افغانستان کی زياتیږی.

https://p.dw.com/p/DMp9
د مثال په ډول د خلکو مالي وضع ډيره خرابه ده. ډيره بي روزگاري ده. بډايان لا پسی بډايان شوی او بيوزله لا پسي بيوزله شوی او د ولس پرگنئ په خوارئ او بي روزگارئ کي شپی او ورځي سبا کوي.تاسي په دی هکله څه وای:
معروفي:هغه خلک،چې بيکاره دی او عايدات يې لږ دی نو حق لري چې شکايت وکړی او خپل غږ پورته کړی. خو په مقابل کي ډير خلک دی چې د هغوي ژوند ډير ښه شوی دې. عايدات يې لوړ شوی،ماشومان یې ښوونځي ته تللي شي. روغتون او نور هر څه ورته رسيدلی شی. بهر ته ځي او راځي سفر کولي شي.د خوړو اخستل هم ورته اسان دي.نو دا خو د هر حکومت له پاره یو ستر چلنج دې،چې ټولو طبقاتو ته په يو ځلي د ژوند لوړه کچه برابره کړي. د حکومت همدا موخه ده چې په پای کي به دا کار وکړي.
دويچه ويله: سمه ده خو د مثال په ډول د خلکو تر ټولو ستره سر ټکونه داده،چې په اداری دستگاه کی فسادونه ورځ په ورځ زياتيږي. لکه داچې د بډي اخستل زيات شوی حکومت د بډی اخستلو په وړاندی کوم تدبير نیولي او د اداری فساد په وړاندی مبارزه کړی.ځکه خلک له دی نه ډير شکايات لری.
معروفي: اداری فساد ورکول،زه فکر کوم د دی حکومت او د بل هر حکومت لومړنې لوی هدف بايد وی. د دی له پاره کار هم کيږي. له بده مرغه ځني شرايط په تاريخي لحاظ موجود وای.چې موږ بيروکراسي له قديمه څخه ډيره زړه او عتیقه بيروکراسي ده. د دی اصلاح وخت غواړی او داسي زیات او بيل پلاننيگ ورته بايدوشي. نو په دی لار کي هڅی رواني دی. خو په وروستيو وختونو کي د نوي قاضي القضات مقرريدل،د يو ډير فعال،بيطرفه او زړور لوي څارنوال مقررول کول د ډيرو فاسدو څارنوالانو لري کول،د څارنوالئ له دستگاه څخه د ځنیو خاینو قاضيانو نیول،دا ټول هغه اقدامات دی،چې تر مخه نه وو.اوس دادې روان دی دا سلسله بايد زياته شي او زه مطمين يم چې زياتیږي.
دويچه ويله:د مطبوعاتو د آزادئ په هکله په افغانستان کي يو لړ مثت پرمختگونه راغلی وو،خود حکومت په ځينو حساسو څوکيو کي ويل کيږي چې په وروستيو وختونو کي ځني د مذهبي پلوه گوندونو پلويان راغلي او دوی يو لړ مقررات وضع کړي،چې غواړی د خلکو بنيادی ديموکرات حقوق محدود کړي. په تيره بيا د مطبوعاتو په برخه کي ځني منورين، ځني خبريالان له دی امله شکايتونه لري. په دی هکله تاسی څه فکر کوئ
معروفي:دا دوی خواوی دی،يو هغه څه دی چې په قانون کی څه شي شته او حکومت څه کوی.بل دادی چې ځني خاص گروپونه دی چې څه کوی.د فشار گروپونه یا سیاسی گروپونه چې گوری په افغانستان کی يو اساسي قانون شته،چې په کي په ډيرڅرگند ډول د مطبوعاتو د ازادئ پلوي کوی. خو په دی شرط چې د اسلام د مبارک دين د احکامو او ارشاداتو په رڼاکي. دا کار تر اوسه روان دې. نو په افغانستان کي خو اساسي قانون نه دی تعديل شوی ،چې هغه مطبوعاتو ازادئ ته يې بدلون ورکړې. د مطبوعاتو ازادی تر هغه ځايه چې په اساسي قانون پوري اړه لری په حکومت پوری اړه لری په پارلمان اړه لری،په خپل ځاي ثابته ده. که ځني خاص گروپونه او انفرادی اشخاص دا کار کوي نو دا خو د رژيم استاذيتوب نه شی کولاي .طبعي ده چې په ديموکراسئ کی هر څوک غواړی چې شرايط په خپله گټه واړوی. مگر سيستم پر ځاي دې او هغه عبارت دې له اساسي قانون څخه،له ازادو انتخاباتو څخه.
دويچه ويله:د مطبوعاتو دد مقرراتو په برخه کی، نوی څه په نظر کي نیول شوي.
دا خو د حکومت کار نه دې، دا خو د پارلمان کار دې. د مطبوعاتو قاون تر اوسه په دري واره تعديل شوی او ليږل شوې دې پارلمان ته. دا د پارلمان په مجموعي تصميم پوری اړه لری او د پارلمان استاذي که کوم تعديلات هم راوړی هغه داسي نه دی،چې په اصولو کي بدلون راوړي. ياني دا چې د مطبوعاتو آزادی دی په افغانستان کی نه وی،. په دی د پارلمان زور نه رسيږي. ځکه هغه د اساسي قانون يوه ماده ده،څه نوري مادی هم دی برخه کی شته. په جزياتو کي که ځني تعديلات دوی راوړی،دا خو د پارلمان حق دې.
دويچه ويله: په افغانستان کی هغسی چې ښاي امنيتي حالات ښه نه دی. له يوي خوا نه طالبان گوزارونه کوی له بله پلوه د ناتو او نورو بهرنيو ځواکونو د عملیاتو په اثر ملکی وگړو ته زيات تلفات رسيږي او رسيدلي دی. آيا حکومت د امن او ثبات له پاره کومه ځانگړی طرحه لري. يا همدا څه، چې ناتو او بهرني ځواکونه کوی همدا د حکومت طرحه ده.
معروفي: دا خو په دی پوري اړه لري،چې د حکومت څومره توان رسيږي،چې نه يې شی کولي.حکومت ډيره وسه کوي،چې د دي دواړو خواو مخه ونيسي.ملکي خلکو ته زيان ونه رسيږي.نو په دی وجه دا ټوله جگړه چې ده په افغانستان کی د تروريزم په وړاندی. خو موخه داده،چې معصوم خلک روغتونونه،مدرسي،ښوونځي،مسافرين د داسي تروريستي حملو څخه وساتي،هڅي کوي.
دويچه ويله:په مشخص ډول د حکومت طرحه په دی هکله څه ده او څه غواړی وکړي تر څو د دی بي امنېتيؤ مخه ونيول شي.
معروفي:دا کار د دفاع د وزارت او د دننه چارو د وزارت دې او په هغه خاصو ادارو اړه لري. زه فکر کوم چې دوی کله ناکله ضرور د هر حالت سره بيل بيل حالت ارزيابي کوی او تدابير ورته نيسي.
دويچه ويله: يوه بله موضوع د طالبانو د فعالعيتونو سره اړه لری. داسي ويل کيږي چې طالبان په افغانستان کي عملیات کوی بيا د پولو نه اخوا پاکستان خاوري ته اوړي او د پاکستان دولت هسي چې ښاي سم عمل نه کوي. په دی اړه خبری د پاکستان او افغانستان تر منځ رواني دي. په دی هکله د حکومت ځانگړی طرحه څه ده.څرنگه کيدای شی چې د دغه ورانکاريو يا د دغی وضعي مخ نيوي وشي.
معروفي. هغه اقدامات چې دولت يې د امنیت د راوستو له پاره کوی د دوی اساسي کار دادی،چې پاکستان له افغانستان سره د امنيت په راوستلو کي دوه مخي ونه کړی. هغه ژمنی چې کوی په هغه ودريږي. لوي مصيبت هم دغه دې،چې خلک راځي په کليو او لريو سيمو کي يوه تروريستي حمله کوی يا بم ږدی يا ماين ږدی بيا بيرته تښتی له سرحده اخوا ته. که دغه کار وشي او د دوي مخه ونیول شي خو د امنيت لويه موضوع حل شوله. په افغانستان کي خو اصلي موضوع همدا ده. له بلي خوا څخه دا چې د هغوی په وړاندی د ناتو قواوي عمليات کوي نو طبيعي ده،چې د عملياتو په ترڅ کی بيگناه خلک ووژل شي.دا زموږ له پاره ډيره دردناکه ده.
دويچه ويله:څه فکر کوئ چې د وروستيو خبرو په نتيجه کی به پاکستان له دغه عمل نه لاس واخلي او که څنگه،ياني لاره د حل به يې څه وی.
معروفي:د حل لار يې داده،چې اول پاکستان په د غه تعهداتو چې کوی په دغه ودريږي. بله لار يې داده چې د پاکستان حکومت په عمل کي په دی وپوهيږي،چې دغه تروريزم يوازي د افغانستان په وړاندی نه دې. د دی له پاره چې تروريستان په پاکستان کي مرکزونه لری او تر اوسه لا دوی په افغانستان کي ناکامه دی،نو پاکستان ته نه دی متوجه شوی. که زوريې ورسيږي په خپله پاکستان هم نه پسي پريږدی. دوی دا بايد په نظر کي ونيسي،چې د افغانستان امنیت په خپله د پاکستان امنيت دې.که په افغانستان کی وضع خرابه وی نو پاکستان هم د خير ورځ نه شي ليدلې.