1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په اچين کي د داعش ۳۰۰ جنگيالي وژل سوي»

۱۳۹۴ اسفند ۱۷, دوشنبه

د ننگرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کي د داعش ۱۵جنگيالي وژل سوي دي. په دغه ولسوالۍ کي له څو اوونيو راهيسي عمليات روان ول. تيره ورځ ولسمشر غني وويل چي افغانستان به د داعش هديره سي.

https://p.dw.com/p/1I8VA
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د ننگرهار د پوليسو وياند حضرت حسين مشريقوال، د دوشنبې په ورځ ويلي دي چي تيره شپه د بې پيلوټه الوتکي په يوه يرغل کي د داعش ۱۵ جنگيالي وژل سوي دي.

هغه ويلي دي: «دغه هوايي يرغل د اچين ولسوالۍ په مومنددرې سيمه کي سوی دئ او د داعش ۱۵جنگيالي پکښې وژل سوي دي. ملکي وگړو ته پکښې مرگ ژوبله نه ده اوښتې.»

د ننگرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کي له څو اوونیو راهيسي د «شاهين- ۱۸» په نوم پوځي عملیات روان ول. دغه عمليات چي درې اوونۍ ئې دوام وکړ، د افغان چارواکو په وينا پکښې د داعش نژدې ۳۰۰ جنگيالي وژل سوي دي.

د افغان چارواکو په خبره دغه عمليات د جمعې په ورځ په رسمي توگه پای ته ورسېدل.

افغانستان به د داعش هديره وگرځي

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني ژمنه کړې ده چي هيواد به ئې د افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) هديره وگرځي.

غني د جمعې په ورځ د افغانستان پارلمان ته په وينا کي وويل چي پوځ ئې د هیواد په ختيځ کي د داعش پرضد جگړه کي بريالی سوی او «افغانستان به د داعش هديره وگرځي».

هغه وويل چي امنيتي ځواک ئې په دې توانېدلی دئ چي د هيواد په ختيځ کي ډېري سيمي د داعش له حضوره پاکي کړي.