1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کي د ماشومانو خرڅلاو

ميترا شجاعي۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۴, پنجشنبه

د ایران په تهران، ساری، آمل او لسونو نورو ښارونو کې ماشومان پلورل کیږي. د ماشوم بیه له ۴۰۰ زره تومانه [۱۴ ډالره] چې د هغه مور او پلار ته رسیږي تر اته میلیونه تومانه [۲۸۰ ډالره] پوري رسيږي چې دلال یې ترلاسه کوي.

https://p.dw.com/p/1FPcT
انځور: ISNA

د تهران اوسیدونکو یوې ښځي او مېړه په تهران کې د کورونو ساتنه کوله او یو ماشوم یې لاره. ښځه بیا حامله شوه او غبرګوني ماشومان یې وزیږول.

مېړه تر یوې مودې وروسته پریکړه کوي چې له غبرګونو څخه یو وپلوري او دغه خبره له خپلي ښځې سره شریکوي. هڅه کوي چې هغه قانع کړي: «ګوره، موږ يې آن د وچو شودو پیسې نه لرو. یو يې ورکوو یوې بډایې کورنۍ ته. هم به مو ماشوم خوشبخته شي او هم به موږ په دغو پیسو د دوو نورو ماشومانو ژوند یو پر مخ یوسو. فکر وکړه. عقل ولره او احساساتي پریکړه مه کوه.»

خو ښځه دې کار ته زړه نه ښه کوي او د مرستې له پاره هغه کور ته ورځي چې کار يې پکښې کاوه. د ژړا په حالت کې دغې کورنۍ ته خپله کیسه کوي. دغه کورنۍ د ښځې میړه راغواړي او له هغه سره ژمنه کوي چې د ښوونځي عمر ته تر رسیدو پورې به د غبرګونو لګښت ورکړي. هغوی د ښځې مېړه ته داسې وایي: «تر هغه وروسته هم بیا خدای مهربانه دی. کیدای شي خپلو مرستو ته دوام ورکړو.»

اوس غبرګوني دوه کلنۍ ته نزدې شوې دي. څو کورنۍ یې لګښتونه په ګډه ورکوي. مور يې له دې کبله چې درې سره ماشومان يې ورسره دي ډیره خوشحاله ده.

دغه کیسه ریښتنې ده. خو یوازې دغه مور او پلار نه دي چې د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړ شوي ول. د ۲۰۱۴م کال په جنوري میاشت کې د ایران اعتماد ورځپاڼي په تهران کې د ماشومانو د خرڅلاو په اړه یو لړزوونکي رپوټ خپور کړ. د شهروند ورځپاڼې هم په ۲۰۱۵م کال کې یو ورته رپوټ خپور کړی دی. په دې رپوټ کې مرکه شوي ډیر شمیر کسان معتادین دي او له همدې کبله يې د خپلو ماشومانو د پلورلو پریکړه کړې ده.

۲۲ کلني سودابې دوه کاله دمخه خپل دوه ماشومان په ۱۴ او ۱۵ ډالرو پر هغو کسانو وپلورل چې د دې مېړه یې پوروړی وو. سودابه نه یوازې دا چې د خپلو ماشومانو د پلورلو افسوس کوي، بلکي یو بل څه یې هم زوروي. هغه وايي: «زه خو نه پوهیدم. هیڅ وخت مې ماشومان نه وو پلورلی. وایي چې د یوه ماشوم بیه له یوه میلیون تومانو [۳۵ ډالر] څخه پورته ده. خو موږ خپل ماشومان ارزانه وپلورل.»

په خپاره شویو رپوټونو کې راغلي دي چې د تهران په ځینو برخو کې دلالان معتادي ښځي تشویقوي چې حامله شي او بیا یې ماشومان پلوري. یوه دلال ایراني رسنیو ته ویلي دي چې په یوه ماشوم کې هغه ته تر ۲۴۰ ډالرو پوري رسیږي.

«شمېرې موجودې نه دي»

په تهران کې د ماشومانو له حقونو څخه د دفاع جمیعت غړي محمدن لطفي، دویچه ویله ته ویلي دي چې په تهران کې ماشومان پلورل کیږي خو ويلای نه شي چې دغه موضوع اوس په ایران کې معموله ده. هغه وایي چې ډیر وخت ماشومان د فقر او اعتیاد له کبله پلورل کیږي.

یوه بل فعال دویچه ویله ته ویلي دي چې د ماشومانو د پلورلو په اړه شمیرې په لاس کې نه شته، خو هغه ویلي دي شي چې ډیر شمیر ماشومان په ایران کې پلورل کیږي.

فعالانو ویلي دي چې په ایران کې د حامله ګي ضد درمل او نور وسایل په سختي او گرانه بیه موندل کیږي او له دې کبله ډیري معتادي ښځې که څخه هم نه غواړي حامله کیږي. هغوی زیاتوي چې ډیر وخت دغه ښځې د ماشوم تر پیدا کيدو دمخه لا هغه پلوري.

ډیر وخت دغه ماشومان په شاقه کارونو مصروفیږي، خو داسي موارد هم شته چې هغه پر داسې کورنیو چې ماشومان نه لري پلورل کیږي.

یوه فعال چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې په ایران کې د تذکرې اخیستل ستونزمن کار دی نو له دې کبله ډیر وخت ماشومان پر کورنیو نه پلورل کیږي. هغه زیاتوي چې قاچاق وړونکي د مخدرو موادو د لیږد او یا هم د ګدایي له پاره دغه ماشومان رانیسي.