1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کي یوه طیاره لویدلې او ټوله ۶۶ تنه یې وژل سوي

۱۳۹۶ بهمن ۲۹, یکشنبه

دغه مسافر وړونکې طیاره،چي د ایران په جنوب لویدیځ کي لویدلې ده، تر اوسه پوري یې لا د لویدو علت معلوم ندئ. خو هغه څه چي معلوم دي ، هغه دادي، چي په هغه کي ټول مسافر او عمله وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/2ssxC
Iran Asseman Airline
انځور: picture-alliance/dpa/EADS ATR

د فارس خبري آژانس په حواله د اسمان اېر شرکت په دغه طیاره کي ۶۰ مسافر او ۶ تنه عمله سپاره ول او د مهرآباد څخه د یاسوج پر خوا روانه وه. دغي طیارې وروسته د اصفهان د جنوب په یوه سیمه (سمیرم) کي سقوط وکړ. ددغه آژانس په حواله، طیارې د خرابي هوا له کبله د یوه غره سره ټکر کړی دی او متأسفانه ټول سپاره کسان پکښي وژل سوي دي.

زموږ له آرشیف څخه انځوریز البوم:(23.04.2015)