1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کډوالو ته پاسپورتونه وویشل شول

۱۳۹۱ تیر ۲۵, یکشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ایران کې ئې له یو میلیون څخه زیاتو افغان کډوالو ته پاسپورتونه وېشلي دي. دغه وزارت زیاتوي چې دې لړۍ ته به دوام ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/15Y3f
انځور: Alexandr Blinov/Fotolia

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي، د یکشنبې په ورځ (د جولای ۱۵مه نیټه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په ایران کې د افغان کډوالو د نوملیکنې په لومړي پړاو کې شاوخوا یو میلیون کسانو ته پاسپورتونه ویشل شوي دي چې له دې سره په دې هیواد کې د هغوی استوگنه قانوني بڼه نیولې ده.

د ښاغلي موسی زي په خبره لا اوس هم په ایران کې ۳۵ زره ناقانونه افغان کډوال ژوند کوي چې د هغوی نوملیکنه به هم د دغه بهیر په دویم پړاو کې بشپړه شي:

«د هویت د تثبیت او ثبت نام پروسې د دویم پړاو په بشپړیدو به په ایران کې بیا داسې افغان کډوال و نه لرو، چې په دغه هیواد کې د اوسیدو قانوني اسناد و نه لري.»

موسی زي هیله څرگنده کړه چې په ایران کې د پاتې افغان کډوالو د نوملیکنې دویم پړاو به له روژې میاشتې وروسته پيل شي. هغه غوښتنه وکړه چې د دې بهیر له بشپړیدو وروسته باید هر افغان ایران ته تر سفر مخکې ټول لازم اسناد له ځان سره ولري.

افغان حکومت د انسانانو د قاچاق پر ضد مبارزې ته ژمن دئ

اوس په ایران کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې د رپوټونو له مخې د دغه هیواد د چارواکو له ناوړه چلند سره مخ دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې خبري غونډه کې وویل چې افغانستان هم د نورو هیوادونو په څیر د ناوړه موخو له پاره د انسانانو د قاچاق پر وړاندې کلکې مبارزې ته ژمن دئ.

موسی زي وویل چې افغان حکومت هڅه کوي چې په نورو هیوادونو کې میشت افغانانو ته بیرته افغانستان ته راستنیدو له پاره لاره هواره کړي. هغه په دې برخه کې په خاصه توگه د یونان نوم واخیست:

«افغان پلاوي له هغو افغانانو سره چې په یونان کې اوسیږي خبرې کړي دي او د هغوی ستونزې ئې اوریدلي دي. هڅه کیږي چې د هغه شمیر افغان کډوالو له پاره د بیرته ستنیدو اسناد چمتو شي چې بېرته هېواد ته ستنیدل غواړي.»

د اټکلونو له مخې اوس مهال په یونان کې شاوخوا ۳۰ زره افغان کډوال میشت دي. هغوی د دې هیواد له لارې خپل ځانونه نورو اروپايي هیوادونو ته رسوي.

په افغانستان کې ناامني، بې وزلي، بیکاري او د ژوند د اسانتیاوو نه شتون هغه لاملونه دي چې له کبله ئې په میلیونو افغانان بهرنیو هیوادونو ته ورځي.

محمد اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: مسعود جهش