1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې ترافیکي پيښې ۲۸ افغان مهاجر وژلي

۱۳۹۸ آبان ۲۳, پنجشنبه

ايراني چارواکو خبر ورکړی دی چې د سيستان او بلوچستان په ولايت کې د دوو موټرو د ټکر په پایله کې ۲۸ تنه افغانان وژل شوي او يو شمير نور ټپيان شوي دي. د دغه پيښې ټپيان په زاهدان کې يوه روغتون ته انتقال شوي دي.

https://p.dw.com/p/3T3Da
Iran Grenze zu Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenareh

 د ایرنا په نوم دولتي خبري آژانس د رپوټ له مخې د ایران روغتیایي چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې دغه پيښه د سراوان او خاش تر منځ پر لار رامنځ ته شوې ده.

د زاهدان د طبي علومو د روغتون د عاجل واټ رئیس ډاکټر فریبرز راشدي، ویلي دي چې د دوو موټرو د ټکر په پایله کې چې «غیر قانوني» افغان مهاجر په کې سپاره ول ۲۸ تنه وژل شوي او ۲۱ تنه ټپیان دي.

ډاکټر راشدي د ایرنا، له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې پيښه دومره شدیده وه چې دغو دوو موټرو ۲۸ سپرلیو په سملاسي توګه خپل ژوند له لاسه ورکړ. د پيښې نور ۲۱ ټپیان د اوو امبولانسونو په واسطه په خاش کې د امام خمیني روغتون ته انتقال شوي دي.

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د افغان مهاجرو له پاره یوه قاچاقي لاره ده او په دغه سیمه کې وخت ناوخته ترافیکي پيښې رامنځ ته کیږي.

په ایران کې شا او خوا دوه میلیونه افغان مهاجر ژوند کوي. په اتیایمه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد له لوري د افغانستان تر اشغالیدو وروسته ایران ته د افغانانو د مهاجرت لړۍ پېل شوه.

پر دې سربیره په وروستیو کلونو کې په زرګونو افغانانو هڅه وکړه چې د ایران له لارې ځانونه ترکیې ته ورسوي او له هغه ځایه په غیر قانوني توګه اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي.

sr/bs (DW persian)