1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې د زلزلې وروسته د ژغورنې کارونه ادامه لري

۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15oZs

ایراني مقامات په دغه هیواد کې د زلزلې د راتلو وروسته د ژغورونو په کارونو بوخت دي. دغه زلزلې چې د شنبې په ورځ د ایران په شمال ختیځه برخه تبریز، کې رامنځ ته شوې وې تر ۲۵۰ څخه پکښې زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ. د دغه زلزلو له امله تر دوه زرو زیات انسانان ټپیان شوي هم دي.

په عین وخت کې د ایران رژیم له بهرنیو هیوادونو څخه د مرستو وړاندیزونه رد کړي. د ایران د کورنیو چارو وزیر محمد نجار، ویلي دي چې ایران د بهرنیو هیوادونو مرستو ته اړتیا نه لري او پخپله له دې وضعیت سره مقابله کولای شي.

د ایران د زلزله ځپلو سره یو شمیر هیوادونو د مرستو وړاندېز کړی وو چې پکښې متحده ایالات هم شامل وو. د سپینې ماڼۍ له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې په دغه پیښه خواشیني او د ټپیانو د ژر رغیدو هیله څرگنده شوې ده. د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله هم د پیښې په اړه خپله خواشیني څرگنده کړې ده.