1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې د څو ښځو لرلو دود رواجولو جنجالي ابتکار

۱۳۹۸ آبان ۲۲, چهارشنبه

په دې وروستیو کې په ایران کې د څو ښځو درلودلو له پاره په ښکاره ډول تبلیغ کیږي او د دې کار له پاره ورکشاپونه هم دایریږي. محافظه پاله کړۍ ادعا کوي چې ګواکې د څو ښځو درلودل له بی وسه میرمنو سره مرسته ده.

https://p.dw.com/p/3Sw9c
Zeichnung Polygamie im Iran
انځور: fararu.com

د اکتوبر میاشتې په پیل کې د ایران د پارلمان شدید محافظه پاله غړي علي مطهري په یوه مرکه کې وویل: «وروسته له دویمې نړیوالې جګړې څخه آلماني نارينه و تر څلورو پورې د ښځو درلودو اجازه ترلاسه کړه. اکثره آلماني نارينه په جګړو کې وژل شوي وو او په دې توګه د ښځو شمیر ډیر زیات وو.»

دا په داسې حال کې چې د څو ښځو درلودل په آلمان کې نه یوازې له اساس څخه منع دی، بلکې له ۱۸۷۱م کال را په دیخوا دا کار جرم ګڼل کیږي او ترسره کونکی یي مجازات کیږي.

په ایران کې د کورنۍ د تشکیل د قانون په اساس چې په ۱۹۷۴م کال کې د شاه په وخت کې تصویب شوی وو او تر اوسه اعتبار لري، د خاصو شرایطو درلودونکو کسانو ته د دویم واده اجازه ورکول کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران د پارلمان مشهوره وکیله فریده غیرت د څو ښځو درلودل په دې هیواد کې په بشپړ ډول تابو بولي.

میرمن غیرت له دویچه ویلې سره په یوه تلیفوني مرکه کې د مطهري د څرګندونو په اړه وویل: «تر هغه ځایه چې مونږ معلومات لرو د پارلمان دا غړی پخپله څو ښځې لري.»

نوموړۍ زیاته کړه: «د ایران د انقلاب رهبر آیت الله خمیني یوه ښځه درلوده او د هغه ځای ناستی آیت الله خامنه اي هم یوه ښځه لري. د څو ښځو درلودلو په اړه دا ډول غیرعادي تبلیغات به ایراني ټولنې ته لاره پيدا نه کړي.»

د څو ښځو درلودل، د اړمنو ښځو سره د مرستنې په عنوان

سره له دې چې د څو ښځو درلودلو موضوع په ایران کې په تودو بحثونو بدله شوې، علي مطهرې په دې بحث کې یو له محدودو سیاستوالو څخه دی. داسې ښکاري چې د مارچ په میاشت کې د پارلماني انتخاباتو په درشل کې مطهري د سیاسي خودکشۍ په مسیر کې قرار نیولی وي. د «څو ښځو درلودو په اړه هغه ورکشاپ چې د مذهبي ارزښتونو د ملاتړ انیستیتوت له خوا په قم ښار کې په لاره چول شوی دی، په دې اړه بحثونه لا پسې تاوده کړي دي.

Iran Ali Motahari Abgeordneter
د ایران د پارلمان استازی علي مطهري چې د څو ښځو درلودلو د نظر یو له ملاتړ کونکو څخه دیانځور: ISNA

د علي مطهري او د پارلمان د یو شمیر نورو محافظه پاله غړو په ګډون یو تعداد نارينه د سړو له پاره د څو ښځو درلودلو پر حق ټینګار کوي. دوی خپله دغه غوښتنه، ګواکې له بی بضاعته ښځو سره د مرستې تر عنوان لاندې توجیه کوي.

د دوی دغه وړاندیز تر ټولو دمخه هغه ښځې په برکې نیسي چې په یوازیتوب سره د خپلې کورنۍ او ماشومانو نفقه راوړونکي دي. د رسمي شمیرو له مخکې په تیرو لسو کلونو کې په ایران کې د داسې ښځو شمیر ۷۰ سلنه لوړ شوی دی. ویل کیږي چې په اوس وخت کې په ایران کې ۳ میلیونه ښځې د خپلې کورنۍ نفقه برابرنونکي دي.

تبلیغاتي ورکشاپ

میرمن غیرت د ایراني ښځو پر ټولنیزو ستونزو سترګې نه پټوي. هغې دویچه ویله ته وویل: «بی له شکه داسې ښځې شته چې په ډیرې ناچارۍ سره ژوند کوي او بی له دې چې یو متاهل سړی سره واده وکړي بله لار نه لري.»

خو د هغې په خبره د څو ودونو درلودل د دې ستونزې حل نه شي کیدلی. نه یوازې د ښځو د حقونو فعالانو، بلکې د ایران د محافظه پالو یوې لویې برخې د«څو ښځو درلودلو ورکشاپ» سره مخالفت کړی دی.

دا ورکشاپ په قم ښار کې چې د شعیه مذهبو له پاره خاص مقام لري، جوړ شوی دی. په دې سيمه کې «صیغه» یا موقت واده ډیر دود دی. د شعیه مذهب پيروانان کولی شي چې له ۳۰ دقیقو څخه تر ۹۹ کلونو پورې صیغه وکړي. خو د صیغې د معیاد تر تیریدو وروسته ښځه له هیڅ ډول حق څخه نه ده برخمنه.

شبنم فون هاین/نادیه فضل/ش.ن/ب.ص