په ایران کې پارلماني ټاکني
۱۳۹۴ اسفند ۷, جمعهپه ایران کې د جمعې په ورځ د رای اچولو بهیر پیل شو. رای ورکوونکي به نه یوازي د پارلمان غړي وټاکي بلکي د «خبرګانو رهبري مجلس» غړي به هم تعین کړي. دغه مجلس د ایران پر رهبر یا «ولي فقیه» باندي د نظارت مسئولیت لري.
دغه ټاکني د ولسمشر حسن روحاني له پاره په داسې حال کې یوه آزموینه بلل کیږي چې هغه تیر کال له لویدیځو هیوادونو سره د خپل هیواد د اتومي پروګرام پر سر یو تړون لاسلیک کړ او په بدل کې پر دغه هیواد لګیدلي اقتصادي بندیزونه لير شول.
په ایران کې ۵۵ میلیونه د رای ورکوني شرایطو پوره کوونکي کسان ژوند کي. د دې هیواد پارلمان ۲۹۰ څوکۍ لري چې د روحاني پلوي ایتلاف «د هیلو نوملړ» غواړي د ډیرو څوکیو په ترلاسه کولو سره په پارلمان کې د محافظه کارانو نفوذ را کم کړي او په دې ترتیب سره په ایران کې د روحاني اصلاحي پروګرامونه پلي کړي.
د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای، د جمعې په ورځ وختي خپله رایه وکاروله. هغه پر ایرانیانو باندې غږ وکړ چې «خپله رایه ژر وکاروي ځکه دا هم د هغوی حق او هم یې دنده ده.»
هغه زیاته کړه: «ټول باید خپلې رایې وکاروي، هغه کسان چې له ایران سره مینه لري، چې اسلامي جمهوریت یې خوښیږي، هغه کسان چې د ایران له عظمت او شکوه سره مینه لري.»
په زرونو کانديدان محروم شوي دي
تر ټاکنو یوه اوونۍ مخکې کانديدانو کمپاینونه کړي وو. د کمپاینونو پر مهال د روحاني پلویانو هڅه وکړه چې وښیي د هیواد اقتصاد یې ژغورلی دی. خو د کمپاینونو پر مهال داسې جنجالونه رامنځ ته شول چې له کبله یې په زرونو کانديدانو و نه شوای کولای چې خپلو کمپاینونو ته دوام ورکړي.
د رامنځ ته شوي جنجال له کبله په پارلماني ټاکنو کې ډیر مشهور کانديدان اړ شول چې له ټاکنو ووځي او د هغوی پر ځای نوي څیرې رامیدان ته شي.
تمه کیږي چې د ایران د ټاکنو لومړۍ پایلې به د ۲۴ ساعتونو په جریان کې اعلان شي، خو رسمي پایلې ښايي د درو ورځو په جریان کې راووځي.