1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې ۲۰ تنه افغان مهاجر وژل شوی دي

۱۳۹۴ مهر ۲۷, دوشنبه

ایراني رسنیو ویلي دي چې د دغه هیواد د تهران او قوم ښارونو تر منځ په یوه ترافیکي پیښه کې۲۰ تنه افغان مهاجر وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/1GqDp
يادونه: انځور د بلي پيښي دئ
يادونه: انځور د بلي پيښي دئانځور: picture-alliance/dpa/P. Piatkowski

د ایران ملي تلویزیون ويلي دي چې ۲۰ تنه افغان مهاجر چې غوښتل یي اروپا ته ځانونه ورسوي، د یکشنبې په ورځ ئې مني بس ډوله موټر له یوې لارۍ سره ټکر شوی دی.

په دې پیښه کې ۱۰ نور افغانان ټپيان شوی هم دي. د ایران د ملي تلویزیون په خبره دغه پېښه د تهران او قوم ښارونو تر منځ د یکشنبې ورځ ماښام رامنځ ته شوي ده.

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځ ته شوی ده چې ایراني چارواکي وایي، ډیر افغانان چې له جګړو څخه په تېښته دي د ایران له لاري ځانونه نورو هیوادونو ته رسوي.

د ایران د سیستان بلوچستان ولایت والي خبرداری ورکړی چې ایران باید ځان د افغانانو د مهاجرت څپو ته چمتو کړي.

علي اسات هاشمي رسنیو ته ویلي دي: «په خواشینۍ سره چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د ناامنیو له کبله موږ اوس د افغانانو د مخ پر ډیریدونکي مهاجرت شاهدان یو.» هغه زیاته کړې: «د هیواد ټولي سیمې باید د هغو افغان مهاجرو د راتګ له پاره تیاری ونیسي چې له خپلو کورنیو سره په یو بد حالت کې [ایران] ته راځي.» هغه همداراز ويلي دي: «د کډوالو د راتګ د بهیر د تدبیر له پاره باید موږ عملي ګامونه واخلو.»

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندي یو افغان مهاجر د بلغاریا له سرحدي ساتونکو سره تر کشمکش وروسته د بلغاریا او ترکیې تر منځ پر پوله ووژل شو.

ویل کیږي چې دغه کس د افغان مهاجرو له یوې ډلي سره سفر کاوه او غوښتل یې ځان د ترکیې له لاري اروپا ته ورسوي. بلغاریا په وروستیو وختونو کې له ترکیې سره پر خپل سرحد باندي د ساتونکو شمیر هم لوړ کړی دی او پر دې سربیره یې په ۳۰ کیلو متر سیمه کې اغزن سیم غځولی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب