1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بادغيس کښي اوربند ته د شک په سترګه کتل کيږي

۱۳۸۸ مرداد ۶, سه‌شنبه

په افغانستان کښي د جمهوري رياست تر انتخاباتو درې نيمي اونۍ مخکښي حکومت ،او په شمال لويديز کښي د طالبانو يوې سيمه ايزي ډلي پر يوه اوربند باندي موافقه سره کړې ده ...

https://p.dw.com/p/Iylq
انځور: picture-alliance / dpa

لکه څنګه چه په کابل کښي پرون دوشنبه د جمهوررييس حامد کرزي يوه وياند اعلان وکۍ ، د بادغيس ياغيان تيار دي چه د اسد د 29 د انتخاباتو په مقابل کي خنډونه وانه چوي .

په افغانستان کښي دغه موافقه په خپل ذات کښي د لمړنيو دغه ډول موافقو څخه ده .

د حکومتي ارقامو پر اساس به دجمهوري رياست دانتخاباتوپه خاطر د هيواد په نورو برخو کښي هم طالبان دغه ډول اوربندکولو او موافقې ته تشويق سي .

د حامد کرزي وياند اضافه کړل چه په بادغيس کښي به طالبان ددرو هغو سيمو څخه پر شا ولاړ سي ،چه ددوی لخوا تر اوسه کنتروليږي .

دی وايي چه طالبانو ډاډ ورکړی دی چه د بادغيس په نورو ځايو کښي به هم پر انتخاباتي حوضو او کومکيانو باندي حملې نه کوي . وياند وايي چه دغه اوربند د قومي مشرانو په منځګړيتوب رامنځته سوی دی ،او په اول سر کښي به ديوه معين وخت دپاره اعتبار ولري . « دهغه دپاره هيڅ وخت ندی تعين سوی ،او تر کومه وخته پوري چه جريان لري ،موږ يې هرکلی کوو . »

Afghanistan Taliban
انځور: AP

خو په کابل کښي ناظرين بيا دغي موافقې ته د شک په سترګه ګوري . د ټلويزون يو مبصر او ليکوال داد نوراني وايي ،کوم طالبان او ياغيان چه دغه اوربند يې منلی دی ،هغه د طالبانو، خصوصأ د ملا محمد د حلقې سره نژدې روابط نلري .

دی وايي چه دا زيادتره دمحل هغه کسان دي ،چه د سپين ږيرو او قومي مشراونو تر تأثير لاندي دي . نوراني اضافه کوي چه حکومت سربيره پر دې کوښښ کوي داسي ښکاره کي چه د انتخاباتودمخه د طالبانو سره د سولي پروسه شروع سوي ده .

د طالبانو په اصلي مرکزو لکه جنوب او شرق کښي به د دا ډول موافقو رامنځته کول ډير سخت کار وي .

د بادغيس ولايت چه د ترکمنستان سره سرحد لري ،د طالبانوتر سقوط وروسته آرام ؤ ،او فقط په څو وروستيو مياشتو کښي هلته وضع خرابه سوې ده .

پاته دي نه وي چه د جمهوري رياست تر انتخاباتو دمخه په افغانستان کښي امنيتي وضع ډيره خرابه سوې ده .

Dpa/

کتونکی : محمد قاسم نوري