1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوجدمون د نیول کیدو پر ضد بارسلونا کې لاریونونه سوي

۱۳۹۷ فروردین ۶, دوشنبه

په آلمان کی د کاتلونیا د پخواني سیمه ایز ولسمشر کارلس پوجدمون تر نیول کیدو وروسته د هغه په ټاټوبي کې په زرو کسان سړکونو ته راوتلي ول. په دې ترڅ کې د آخ او ډب څخه رپوټونه هم ورکول سوي دي.

https://p.dw.com/p/2uy0A
Spanien Demonstration nach Inhaftierung von Puigdemont in Barcelona
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Fernandez

د بارسلونا پر سړکونو باندې مظاهره کوونکو هغه لوحې له ځانه سره لیږدولې چی ورباندي لیکل سوي وو «زموږ ولسمشر آزاد کړئ! مرسته کوونکي مه اوسئ!»

د پولیسو په حواله شا او خوا ۵۵۰۰۰ انسانان سره راټول سوي ول. په وار وار سره د بیلتون غوښتونکو د مشر د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځته سوې. پولیسو هوایي ډزې کولې او د مظاهره کوونکو د پر شاتمبولو له پاره یې له ډنډو څخه کار اخیسته. د روغتیایي چارواکو په حواله تقریبا ۱۰۰ انسانان ټپیان سوي چې په هغو کې ۲۳ تنه پولیس هم شامل دي. څلور تنه نور بیا نیول سوي دي.

مظاهره کوونکو په داسي حال کې چې په بارسلونا کې د اروپایي اتحادیې د کمیسیون نمایندگۍ او جرمني قونسلگرۍ مخی ته تیریدل داسي یوه لوحه له ځانه سره لیږدوله چی ورباندې لیکل سوي وو «سیاسي بندیان آزاد کړئ!»

هغوی د خپلواکۍ بیرغونه ښورول او یا یي هم له پوجدمون څخه د ملاتړ د نښې په توگه د هغه ماسکونه اغوستي ول. د کاتالونیا د محلي پارلمان مشر جوزف کوستا، بیا د پوجدمون په وړاندی د هسپانویانو له خوا د بندیگرت امر ته د یوه سیاسي دلیل په سترگه گوري. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې «هیله مند دی چې پوجدمون د هسپانیې حکومت ته تسلیم نه سي، هغه کوم جرم نه دی کړی نو ځکه داسي یو دلیل وجود نه لري چی نوموړی دي زندان ته واچول سي».

همدارنگه د لایدا، په نامه د کاتالونیا په یوه ښار کې هم په دې اړه غونډې جوړي سوي وې. لکه څنگه چی د کاتالونیا راډیو په تویتر کې خپره سوي یوه ویدیو کې لیدل کیږي، هلته هم د احتجا کوونکو او امنیتي چارواکو ترمنځ اخ او وډب رامنځته سوی دی.

Barcelona Protest Puigdemont Verhaftung
انځور: Getty Images/AFP/L. gene

د رادیو نطاقه ایلسا ارتادي، د خبرونو د لنډیز پر وخت د داسي یوه لیست د ښکاره کولو پر وخت چی د پوجدمون نوم هم پکښي لیکل سوی دا جمله هم ښیي چې لیکل سوي «هسپانویان به په ضمانت سره یوه عادلانه پروسه پر مخ بو نه ځي ، بلکه یوازې به له غچ اخیستلو او فشار څخه کار واخلي.»

د هسپانیې سترې محکمې د جمعې په ورځ د پوجدمون او ۱۲ نورو محلي سیاستوالو پرضد جزایي پروسه پرانیستله. د اوو تنو هغو بیلتون غوښتونکو پر ضد چې په خارج کې ژوند کوي، د بندیگرت نوی امر صادر سو چې په هغو کی پوجدمون هم شامل دی. نوموړی په خپل هیواد کی احتمالا د ۳۰ کاله بند له سزا سره مخامخ دی.

د پوجدمون نیول کیدل

پوجدمون د یکشنبې په غرمه له ډنمارک څخه آلمان ته تر سفر وروسته شلېزويګ هولشتاين، ته نژدې نیول سوی دی. نوموړی له فنلنډ څخه د بلجيم پر لور روان وو چیرې چی یی په تبعید کې ژوند کاوه. د یوه آلماني خبري آژانس په حواله د هغه د سفر په هکله فنلنډي امنیتي چارواکو او آيالتي جنايي ادارې ته معلومات ورکول سوي ول.

اوس نو هسپانوي چارواکي باید داسي اسناد وړاندې کړي چې له مخې یې د هغه د تسلیمولو له پاره زمینه برابره سي. بیا به نو ایالتي محمکه په دې هکله پریکړه کوي چې مادرید ته به د پوجدمون تسلیمول قانوني بڼه ولري او که نه.