1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په بالکان کي بندو مهاجرو ته بايد قانوني لار ورکړل سي»

۱۳۹۵ اسفند ۱۶, دوشنبه

د (CARE) مرستندويه سازمان په بالکان کي د بندو مهاجرو پر وضعيت اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان له اروپايي اتحاديې څخه غوښتي دي چي دغو مهاجرو ته د پناه غوښتنې آسانتياوي برابري کړي.

https://p.dw.com/p/2Yil9
Serbien gestrandete Migranten leben in verlassenen Gebäuden in Belgrad
انځور: Marko Drobnjakovic/MSF

مرستندويه سازمان (CARE) پر اروپايي اتحاديې ږغ کړی دی چي د بالکان مسير په اوږدو کي د پناه غوښتني قانوني امکانات برابر کړي. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۷ کال د مارچ ۶مه نېټه) د آلمان په بون ښار کي وويل چي د بالکان مسير تر تړل کېدو يو کال وروسته دغه کار د مهاجرو حقونه ته ګواښ دی.

دغه سازمان ويلي دي چي د بېلګي په توګه هنګري په ورځ کي یوازي ۵ مهاجرو ته اجازه ورکوي چي د دغه هيواد سرحد ته داخل سي. د دغه سازمان په وينا يوازي په سربستان کي تقريبا ۷۷۰۰ انسانان بند پاته دي.

د ياد مرستندوی سازمان د سيمه ايز دفتر مشري، سُمکا بوکان، په بون کي وويل: «د انسانانو له پاره تر پولو اوښتل د يوې لاټرۍ يا بخت ازمويني په شان دی او همدا د دې لامل ګرځي چي هغوی د قاچاق وړونکو منګولو ته ولويږي.»

د ۲۰۱۶م کال په مارچ مياشت کي د بالکان ځينو هيوادونو خپل سرحدونه وتړل. په دې توګه نو د مهاجرو پر مخ دغه د هجرت لاره وتړل سوه. له هغه راهيسي په زرونو انسانان د دغه مسير په اوږدو کي بند پاته دي او په ډيرو بدو حالاتو کي ژوند کوي. هغوی يا خو په تر اندازې زيات ډکو مهاجر کمپونو کي او يا په غېر رسمي کوچنيو ځايونو کي ګډ ژوند کوي.

«CARE» سازمان پر اروپايي اتحاديې ږغ کړی دی چي د خپلو پولو څخه ليري دي هم د هغو انسانانو د ستونزي د هوارۍ له پاره هلي ځلي وکړي چي د بالکان پر مسير بند پاته دي. په دې ترڅ کي د انساني قاچاق وړونکو ډلو پر ضد د قوانينو سختولو غوښتنه هم سوې ده.

دغه سازمان په سربستان کي د بند پاتو مهاجرو د راتلونکي له پاره د امکاناتو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده. په دې ترڅ کي ويل سوي دي چي زياتره دغه مهاجر په ليري پرتو کمپونو کي ځای پر ځای کړل سوي دي، چيري چي د هغوی ماشومان ښوونځي ته نه سي تلای. ويل سوي دي چي دغه مهاجر د خپلو ماشومانو د راتلونکي په هکله زياتي اندېښنې لري.

د بوکان په وينا د بند راغلو مهاجرو د راتلونکي په تړاو «د هغوی ناخبره پرېښودل يو انسان دوستانه حل نه دی». هغې زياته کړه چي دغه انسانان يا خو داسي امکاناتو ته اړتيا لري، څو هر چيري چي دي هلته پاته سي او يا ورته د بېلګي په توګه د کورنيو د يوځای کېدو له لاري اروپا ته د راتګ او مېشتېدو امکانات برابر کړل سي.

ياد سازمان ويلي دي چي د مهاجرو په تړاو د اروپايي اتحاديې نوي اصول و دغې اتحاديې ته د راتلو د امن لارو برابرولو اقدام په پام کي نه لري. زياته سوې ده چي دغه انسانان چي له جګړو او تاوتريخوالي څخه تښتېدلي دي، اروپايي اتحاديې په سرحدونو کي يوازي پرې ايښي دي.

منبع: KNA

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.08.2016):