1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بانگویي کې په سلونو کسان وژل شوي دي

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ آذر ۱۶, شنبه

د مرکزي افریقا د جمهوریت په پلازمینه کې تر ۲۸۰ زیات کسان وژل شوي دي. دغه خبر د سره صلیب نړیوالې کمیټې ورکړی دی. دغه کسان د دوو یاغي ډلو تر منځ په جگړه کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1AUds
انځور: AFP/Getty Images

د سره صلیب د نړیوالې کميټې د وینا له مخې د افریقا د مرکزي جمهوریت په پلازمینه کې د جسدونو د ساتلو په یخچالونو او د سړکونو پر سر ۲۸۱ جسدونه شمیرل شوي دي. مرستندویان لا هم د ښار ټولو برخو ته نه ورغلي چیرې چې د عیني شاهدانو د وینا له مخې نور جسدونه هم پراته دي. په دې سره په دوو ورځو کې د مسلمان او عیسوي یاغیانو ډلو تر منځ په جگړه کې د وژل شوو کسانو شمیر په څرگند ډول تر هغې لوړ دی، چې تر اوسه یې په اړه رپوټونه ورکول کیدل. تر دې دمخه د ۱۰۵ کسانو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي ول.

د یاغیانو د بریدونو له ویرې له پلازمینې بانگویي څخه په زرونو کسان د تيښتې په لټه کې دي. یوازې اغزي لرونکي سیم پر هوایي ډگر باندې د هجوم وروړلو څخه د خلکو مخه نیولې ده.

د فرانسې د پوځي ماموریت پیل

فرانسوي سرتیرو په عین وخت کې په خپل تمدید شوي ماموریت باندې په رسمي توگه پیل کړی دی، تر څو د میاشتو راهیسې پرلپسې خونړۍ جگړې ته د پای ټکی کښیږدي. د فرانسې د دفاع وزیر ژان یف له دریان، ویلي دي چې فرانسوي ځواکونو په پلازمینه بانگویي کې گزمه پیل کړې ده. د هغه په وینا د ملگرو ملتونو د امنیت شوری له لوري تائید شوی دغه ماموریت به یوازې «لږ وخت» ادامه ومومي. په سلونو فرانسوي سرتیري د ټانکونو او څرخي الوتکو سره په دغه بحراني سیمه کې ځای پر ځای کړل شوي دي. په پام کې ده چې مجموعا به ۱۲۰۰ فرانسوي او د افریقایي ټولنې شاوخوا ۳۶۰۰ سرتیري په دغه ځای کې په ترسره کیدونکي ماموریت کې برخه واخلي.

فرانسوي ځواکونو په پلازمینه بانگويي کې پر گزمه پیل کړی دی
فرانسوي ځواکونو په پلازمینه بانگويي کې پر گزمه پیل کړی دیانځور: Reuters/Emmanuel Braun

د برلین، لندن او بروکسل څخه د مرستو وړاندیز

د آلمان د دفاع وزارت د سرتیرو د هوایي انتقال په برخه کې د لوژیستکي مرستو په اړه غور او فکر کوي. په برلین کې د آلمان د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي دي چې آلمان د سرتیرو د انتقال له پاره د پنځو A130 ډوله الوتکو په اختیار کې د ورکولو په اړه غور کوي. د ویاند په وینا ځینې الوتکې د تجهیزاتو د انتقال او په هوا کې الوتکو ته د تیلو ورکولو په شان اقدامات هم تر سره کولای شي، خو د ویاند په وینا لومړی باید فرانسه د مرستې دغسې یوه غوښتنه وکړي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هگ، ویلي دي چې د بریتانیې هوایي پوځ دغه بحران ځپلې سیمې ته یوه ترانسپورتي الوتکه استوي، «تر څو له فرانسې څخه توکي د افریقا مرکزي جمهوریت ته انتقال کړي.» اروپایي ټولنه به د دغه ماموریت سره ۵۰ میلیونه یورو مرسته وکړي.

د بانگویي په سړکونو کې فرانسوي ټاکونه گزمې کوي

د مرکزي افریقا جمهوریت چې د طبیعي زیرمو بډای هیواد دی، هغه وخت له گډوډۍ سره مخامخ شو، چې د مارچ په میاشت کې مسلمانه ملیشې ولسمشر فرانسوا بوزیزي، له خپله څوکۍ لیرې کړ. تر هغې وروسته د «سیلیکا» په نوم د ملیشې پخوانۍ مشر میشل جوتودیا، د مؤقتي ولسمشر په توگه دنده تر سره کوي، خو د هغه واکمني هم ضعیفه ده.

د دغه هیواد د نفوس یو پر دریمه برخه مسلمانان جوړوي او دوه په دریمه عیسویان. د اټکلونو له مخې د دغه هیواد د ۴،۶ میلیونه نفوس، یو پر لسمه برخه خلک د تيښتې په حال کې دي.