1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په بحران کي دي بنديزونه ليري سي»

۱۳۹۹ فروردین ۶, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان یوې کمیسارې د ایران پر وړاندې په نړیوالو بندیزونو کې د نرمښت راوستلو غوښتنه کړې ده. د هغې په وینا دغه بندیزونه به د کرونا په وړاندې نړیواله مقابله اغیزمنه کړي.

https://p.dw.com/p/3ZzZ1
Schweiz l Vereinten Nationen für Menschenrechte - Michelle Bachelet
انځور: picture alliance/KEYSTONE/S. di Nolfi

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسارې میشیله باچیلیت، د ایران په څیر هیوادونو پر وړاندې بندیزونو کې د نرمښت خبره وکړه چې د دغو بندیزونو په پایله کې به د کرونا ویروس پر وړاندې نړیواله مقابله کمزورې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسارې میشله باچیلیت د سه شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې۲۵ نیټه) په ژنيو کې وویل چې «په دې پریکړنده وخت» کې بندیزونه په ځانګړي توګه روغتیایي آسانتیاوې ته د میلیونو انسانانو لاسرسی له خطر سره مخامخ کوي، نو له دې امله دغه بندیزونه باید یا کم او یا هم په بشپړ ډول ختم کړای شي.

باچلیټ وویل: «د دغه هیواد خلک په هیڅ صورت د هغه سیاست مسئولیت نه لري چې له امله یې بندیزونه وضع شوي دي.» سربیره پر دې په زیانمنو شویو هیوادونو کې د کرونا ویروس د وبا پراخیدل به په نړیواله کچه د دې وبا پر وړاندې د مقابلې د کمزورې کیدو سبب شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دغې کمیسارې په دې ترڅ کې د ایران، کیوبا، وینزیویلا او سویلي کوریا وضعیت ته اشاره وکړه.

باچیلیت وویل چې تر اوسه پورې د کرونا ویروس یوازې په ایران کې ۱۸۰۰ انسانان وژلي دي.

هغې زیاته کړه چې د کرونا یا کوید-۱۹ پراخیدل ګاونډي هیوادونه افغانستان او پاکستان هم ګواښي.

د بشري حقونو دغې کمیسارې وویل چې ټول هیوادونه باید په داسې یو وضعیت کې وي چې په روغتونونو کې د ناروغانو له پاره په کافي اندازه د اکسیجن ورکولو وسایل ولري.

د باچیلیټ په خبره بندیزونه لکه د ملي بانکونو پر وړاندې د دې کار د عملي کیدو مخه نیسي او په ځانګړي توګه په دغو هیوادونو کې هغه ډله خلک د مرګ له خطر سره مخامخ کوي، چې په کرونا ویروس تر اخته کیدو لادمخه یي کومه بله ناروغي هم درلوده.

د بشري حقونو سازمان دغې لوړپوړې چارواکۍ ټینګار وکړ چې په ځانګړي توګه د طبي برخې هغه کارکونکي او پرسونل چې د دې ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کار کوي، باید د وسایلو د کمښت له امله له خطر سره مخامخ نه شي.

آژانسونه: ش.ن/ن.ز