1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بحرين کي بيا احتجاجونه سوي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14uax

د بحرين په هيواد کي امنيتي ځواکونو يو ځل بيا د احتجاج کوونکو پر ضد د اوښکي بهوونکي گاز څخه کار اخيستی دئ. د عيني شاهدانو په وينا د شنبې په ورځ هم د شعيه مذهبو په يو شمېر کلو کي د حزب اختلاف د نيول سوو کسانو په ملاتړ احتجاجونه تر سره سول.

ويل سوي دي چي احتجاج کوونکو ټايرونو ته اور اچولی دئ چي په ځواب کي ورباندي امنيتي چارواکو اوښکي بهوونکی گاز استعمال کړی دئ. د جمعې په ورځ هم د بحرين په يو شمېر کليو کي احتجاجونه تر سره سوي ول. ويل کيږي چي زياتره احتجاج کوونکي شعيه مذهبه دي او د سني مذهبه پاچا الخليفه د کورنۍ او واکمنۍ پر ضد احتجاجونه کوي.