1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بحرين کښي اوضاع ډيره خرابه سوې ده

۱۳۸۹ اسفند ۲۶, پنجشنبه

سُني شاهي حاکمه کورنۍ آل خليفه نور نسي کولای يوازي د اکثريت شعيه ګانو پر ضد د ځان څخه دفاع وکړي.

https://p.dw.com/p/RA7G
اوس ددې خطر موجود دی چي د سني او شعيه عربانو تر منځ شخړه په عقيدوي جنګ تبديله سي.
اوس ددې خطر موجود دی چي د سني او شعيه عربانو تر منځ شخړه په عقيدوي جنګ تبديله سي.انځور: dapd

شعيه ګان د اونيو اونيو راهيسي د شاهي رژيم پر ضد اعتراضونه کوي ، او هغه ردوي.

د سه شنبه په ورځ د اضطراري حالت تر اعلانيدو وروسته په پايتخت منامه کښي د فبروري راهيسي د مرغلرو ميدان د پوځ لخوا په زور سره تخليه سو. په دغو عملياتو کښي څو کسان وژل سوي او ټپيان سوي دي. په بحرين کښي اوس عملأ پوځ حکومت کوي.

اپوزيسون، ځکه ډير په قهر دی چي شاهي کورنۍ د دوشنبې په ورځ د خليج د همکاری د اتحاديې څخه د کومک غوښتنه وکړه . په دغه سازمان کښي بيله يمن څخه د خليج ټول نور هيوادونه شامل دي.

سعودي عربستان د بحرين د حکومت غوښتنه سمدلاسه ومنله او په مجهزو وسايلو سره يې ۱۰۰۰ عسکر هلته وليږل. کويټ هم هلته ۵۰۰ عسکر وروليږل.

ددوی رسمي وظيفه د بحرين په کوچني هيواد کښي چي يو مليون نفوس لري ، د حکومتي ودانيو ساتل دي.

اوس نو ددې خطر موجود دی چي د سني او شعيه عربانو تر منځ شخړه به په عقيدوي جنګ تبديله سي. ځکه د بحرين د اپوزيسون په عقيده د سعودي عربستان د عسکرو ورتګ د بحرين د اشغال په معنی دی.

خو د منځني ختيځ د کارپوه ميشايل لويډرس په نظرپه حقيقت کښي د سعودي عربستان مداخله يوازي د خليج د همکاری اتحاديې ته د وفادارۍ په خاطر نه تر سره کيږي.

«دوی غواړي د هغه ځای ياغيان او مظاهره کونکي وټکوي ، تر څو دغه بغاوت په سعودي عربستان کښي هم ادامه پيدا نکړي. په بحرين کښي د خلګو اکثريت شعيه ګان دي او سعودي په هيڅ صورت نه غواړي چي ددوی شعيه ګان هم پدې فکر کښي ولويږي چي د بحرين مثال تعقيب کړي.»

په برلين کښي د علم او سياست د مؤسسې څخه ګيدو سټاين بِرګ هم په دې عقيده دی چي په بحرين کښي به د شاهي کورنۍ سرکوبه کيدل د سعودي عربستان دپاره بې اثره پاته نسي.

دی وايي چي د تيرو اونيو احتجاجونو که څه هم ډيره قوي مذهبي جنبه درلوده ، خو هغو اجتماعي- اقتصادي او سياسي بڼه هم درلوده.

«هغه دوه اړخه لري : په بحرين او سعودي عربستان دواړو کښي د هغو سره هم د مذهبي او هم اجتماعي- اقتصادي او سياسي لحاظه تعصب کيږي . دوی په عامه خدماتو کښي ډير لږ دخيل دي ، خصوصأ په رهبري کونکو مقامو کښي . خوددوی سره د مذهبي لحاظه هم مساوي چلند نه کيږي.»

سټاين بِرګ اټکل کوي چي د خليج په هيوادو کښي د سنيانو او شعيه ګانو پخوانی شخړه به د ايران په ګټه تمامه سي . ځکه چي په هره اندازه چي شعيه ګان ټکول کيږي په هغه اندازه دوی ايران ته نژدې کيږي.

دومينيک/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل