1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بدخشان کي اته بهرنيان ووژل سول

۱۳۸۹ مرداد ۱۶, شنبه

د المان د بهرنيو چارو وزارت په خپله يوه اعلاميه کي ويلي دي چی دوی تر دې دمه لا د دې پخلی نه سي کولای چي په وژل سوؤ کسانو کي شپږ المانيان هم شامله دي

https://p.dw.com/p/OeTl
وژل سوي کسان د افغانستان و نورستان ولايت ته هم تلي وهانځور: DW-TV

د افغانستان په شمالي ولايت بدخشان کي د اتو بهرنيانو د وژلو خبر ورکړل سوی دی. ددغه ولايت د پوليسو مشر اقانورکنتوز و خبريالانو ته ويلي دي چي پوليسو د بدخشان په ليري پرته سيمه کي په ډزو وژل سوؤ لسو کسانو مړي موندلي دي. د پوليسو مشر زياته کړېده چي په وژل سوؤ کسانو کي درې ښځي او اوه نارينه دي. اقانور ويلي دي چي په وژل سوؤ کسانو کي اته بهرنيان دي چي شپږ يې الماني ډاکټران او دوه نور يې امريکايان بلل سوي دي.

په عيني حال کي فرانس پريس خبري آژانس خبر ورکړی چي په افغانستان کي د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د طالبانو د لوري د وژنو پړه په غاړه اخيستې ده. طالبانو ادعا کړې چي وژل سوي بهرني کسان د مسيحي دين مبليغين وه او دا چي دوی ورسره په فارسي ژبه انجيل موندلی ؤ.

د مسيحيانو يوې مرستندويه ټولنې International Assistance Mission په خپله انټرنټ پاڼه کي ليکلي دي چي ښايي وژل سوي کسان د دوی د ټولنې غړي وي. ټولنې زياته کړيده چي که په رشتيا هم د دوی غړي وژل سوي وي نو دغه به ډيري ناسمي وژنې وي ولي چي د ټولنې په وينا دغو کسانو پرته د مجبورو خلکو سره د کومک بل څه نه وه کړي.

په کابل کي د امريکا سفارت ويلي دي چي د دلايلو له مخي داسي ويره لري چي په وژل سوؤ کسانو کي به د امريکا سره تړاو درلودونکي هم وي. سفارت ويلي دي چي دوی د افغان چارواکو سره په تماس کي دي تر څو د پيښي په هکله نور جزيات تر لاسه کړي.

د المان د بهرنيو چارو وزارت په خپله يوه اعلاميه کي ويلي دي چی دوی تر دې دمه لا د دې پخلی نه سي کولای چي په وژل سوؤ کسانو کي شپږ المانيان هم شامله دي. المان هم ويلي دي چي پدې ترڅ کي په کابل کي د خپل سفارت او افغانو چارواکو سره په تماس کي دی.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی / آژانسونه

کتونکی: نسيم صابر