1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بدخشان کي نشه يي مواد له منځه وړل سوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۲۴, جمعه

د روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول ادارې خبر ورکړی دئ، چي د افغانستان په شمال کي ئې د مخدره موادو د توليد ستره کارخانه له منځه وړې ده.

https://p.dw.com/p/168ld
انځور: picture-alliance/dpa

د دغي ادارې په خبره، د مخدره موادو پرضد مبارزې ځانگړو افغان ځواکونو د امریکا له ځانگړي ځواک سره په گډو عملياتو کي د مخدره موادو يو ستره زيرمه کشف او له منځه وړې ده:

«د هغو ځانگړو عملياتو په نتيجه کي چي د افغانستان د بدخشان په ولايت کي تر سره سول، ۱۸۰ کيلوگرامه هيرويين، ۱۵۰۰ کيلو گرامه مرفين(داسي دارو دي چي له تارياکو جوړيږي.)، ۱۲۰۰ ترياک، ۲۰۰ کيلوگرامه خاشخاش، ۷۰۰ کيلوگرامه کيمياوي مواد او د مخدره موادو د توليد ۶ لابراتواره له منځه وړي دي.»

په دغه عملياتو کي د روسيې د نشه يي موادو د کنترول ادارې له نشه يي موادو سره ځانگړو افغان ځواکونو او ۴ څرخۍ الوتکو او افغان پوليسو برخه لرله:

«اوس په هغو مخدره موادو پسې لټون روان دئ، چي له دغو کارخانو څخه د مرکزي اسيا هيوادونو او روسيې ته قاچاق سوي دي.»

د دغي ادارې په خبره، په تيرو دوو کلونو کي د مخدره موادو پرضد لس ځله عمليات ترسره سوي دي، چي په دغه جمله کي ۷ ئې له امریکايي ځانگړو ځواکونو سره په گډه تر سره سوي دي پکښې نزدې ۹ ټنه مخدره مواد ترلاسه سوي دي.

د مخدره موادو کارو بار او قاچاق کال تر بله کاله ډيريږي او د کارپوهانو په نظر له کاله نزدې ۸۰۰ ميليارده ډالره پکښې کښته پورته کيږي، چي له دې جملې څخه ۲۵۰ ميليارده ئې په افغانستان پوري اړه لري.

روسيې هر وخت له افغانستان څخه د ور قاچاقېدونکو مخدره موادو څخه شکايت کړی دئ او دا ئې د هغه هيواد له پاره تر ټولو خطرناکه دښمن بللی دئ.

د دغه هيواد د مخدره موادو د راکړي ورکړي د کنترول ادارې د معلوماتو له مخي، په روسیه کي هر کال نزدې ۱۰۰ زره تنه د مخدره موادو د استعمال له کبله مړه کيږي.

دغي ادارې د جولای په مياشت کي داسي يو رپوټ خپور کړی وو، چي اوس په دغه هيواد کي ۸،۵ ميليونه انسانان په مخدره موادو اخته دي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش