1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برتانيه کي د ولسي جرگې ټاکني

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبه

په برتانيه کي نن د ولسي جرگې ټاکني پيل سوې او د انتخاباتو د اکثره برتانوي کارپوهانو په خبره نه پوهيږي چي کم گوند به بريالی سي. ځکه دوی يې علت د برتانيې نا سم انتخاباتي سسټم بللی.

https://p.dw.com/p/NGLB
د برتانيې په انتخاباتو کي د درو گوندونو مشران
د برتانيې په انتخاباتو کي د درو گوندونو مشرانانځور: AP

مهاجرت ، ښووني – روزني ، اقتصادي وضعيت ، او خصوصأ د انګلستان په ولسي جرګه کښي د اقتصادي سوء استفادې موارد هغه موضوعګاني دي ، چه برتانويان يې د انتخاباتو دمخه په دغو ورځو کښي ډير مصروفه کړي دي . خو د نظر پوښتنو له مخي په دې برخه کښي ښکاره نظر موجود ندی ، چي څوک به تر نن يعني د مي تر ۶ وروسته حکومت کوي .

د انګلستان د اوسني صدراعظم ګورن براون محبوبيت ، چي د يوه خراب حالت څخه په بل کښي بنديږي ، بې اندازې راکښته سوی دی .

خو د نظر پوښتنو پر اساس بيا د ځوان سياستمدار دېويد کېمرون په رهبرۍ د محافظه کارانو اپوزيسون هم د ښکاره برياليتوب چانس نلري . دغه خبره په لندن کښي د برَنل د پوهنتون څخه د سياست پروفيسر جستين فيشر وکړه ، او وايي ،

«زه ګمان کوم چه دا به د محافظه کارانو دپاره ډيره سخته وي ، چي مطلق اکثريت پلاس راوړي، ځکه چي دوی بايد په ولسي جرګه کښي ډيري اضافه چوکۍ پلاس راوړي ، مجموغأ ۱۱۶ چوکۍ . يعني تر دوهم عمومي جنګ وروسته تر ټولو ډيري ، تر څو مطلق اکثريت يوسي . چي دا زما په نظر په دغو پارلماني انتخاباتو کښي د محافظه کارانو دپاره يو ډير سخت کار دي .

ډير برتانويان دواړو ګوندو ته تر ډيرو اعانو ورکولو او اضافه خرڅۍ وروسته ، د هغو څخه مايوسه دي . د نيک کليګ په رهبرۍ په آخرو هفتو کښي د ليبرال ډيموکراټانو دريم ګوند ډير محبوبيت پلاس راوړی دی ، او د انتخاباتو پرجريان او ولسي جرګه کښی د چوکيانو په تقسيم کښي به نوی تغير راولي . په نظر پوښتنو کښي هم ددوی تر منځ ډير تفاوت ندی موجود . دا په برتانيه کښي د لس هاوو کلو وروسته اوله پلا ده چه ددوو غټو ګوندو وضعيت په پارلمان کښي نه معلوميږي .

«ددواړو حزبو د مشرانو د اولي ټلويزوني مناظرې په جريان کښي د ليبرال ډيموکراټانو څخه په سرعت سره ملاتړ ډير سوی دی . خو دوی زموږ د انتخاباتي سيسټم پر اساس ددې لږ چانس لري ، چه حکومت جوړ کي .

خو دا خبره هم ډيره د امکان څخه ليري سوې ده چه دواړه نور لوی ګوندونه دي په ولسي جرګه کښي مطلق اکثريت پلاس راوړي، ځکه چي ډيری اوس وايي چه دوی غواړي ليبرال ډيموکراټانو ته رايي ورکي . »

خو فيشر پدې نظر دی چي داچی دوی به واقعأ دا کار وکي ، نو هغه د سوال وړ خبره ده . او دا چه ولي کلېګ اودده ليبرال ډيموکراټان ګوند پر دغه محبوبيت سربيره د هغه مطابق په ولسي جرګه کښي چوکۍ پلاس نسي راوړای .

« دغه محبوبيت به حتمأ ددې سبب ونه ګرزي چه ليبرال ډيموکراټان دي په ولسي جرګه کښي ډيری چوکۍ پلاس راوړي ، ځکه چه برتانيه د جرمني غوندي انتخاباتي سيسټم نلري ،چي چوکۍ د هر حزب د فيصدۍ په حساب تقسيميږي . د انګلستان په ولسي جرګه کښي ۶۵۰ چوکۍ دي ، او دا په پرينسب کي داسي ده ، لکه ۶۵۰ کوچنۍ جلا جلا انتخاباتي حوزې . سړی کولای سي هغه د فټبال د مسابقې سره مقايسه کي . چه مثلأ که يو ټيم يوه مسابقه يو د صفر ،۲ د ۰ او يا ۳ د۰ په مقابل کي هم وګټي ، بيا هم ۳ امتيازه پلاس راوړي . د ليبرال ډيموکراټانو مشکل دادی ، چه دوی لږ مسابقې ګټي ، که څه هم ډير ګولونه لګوي . »

او ځکه نو په يوه انتخاباتي حوزه کښي د ليبرال ډيموکراټانو د يوه کانديد دپاره چي د ګتلو چانس نلري ، يوه يا دوې رايي ورکول ارزښت نلري ، او بې ځايه ځي . د فيشر په نظر د همدغه دليل پر اساس کيدلای سي ، چي ډير رايه ورکونکي د انتخاباتو په ورځ د ليبرال ډيموکراټانو څخه واوړي .

Quaile, Irene/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل