1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلين کي د ايتلافي حکومت خبري اتري

۱۳۸۸ مهر ۳۰, پنجشنبه

ورو وروڅرګنديږي چي دمسيحي ګوندونو اتحاد، اودهغو داتلاف ملګری دآزاد ډيموکرات ګوند دراتلونکي کال دبودجې لوي لوي سوري څنګه ډکوي...

https://p.dw.com/p/KCw6
ممکن کاندي دمسيحي ګوندونو اتحاد. اودازاد ديموکرات ګوند په برلين کي ويلي دي چي دا طرزا لعمل نوي ندي
ممکن کاندي دمسيحي ګوندونو اتحاد. اودازاد ديموکرات ګوند په برلين کي ويلي دي چي دا طرزا لعمل نوي نديانځور: picture-alliance/ dpa

داسي په پام کي دي چي دکاردمرکزي ادارې او دروغتيا دصندق دسوریو دډکولو لپاره يو خاص تور صندق دعادي بودجي ترڅنګ جوړ کړاي شی. ددغسی يوي توری بودجي د منځته راوړلو له لاری به دمالياتو کمول چي دازاد دیموکرات دګوند لخوا دټاکنو دمبارزي په وخت کي يي ژمنه شوي وه، پرته لدي چي په اساسي قانون کي دپورونو داخيستو لپاره ټاکل شوي سرحد ټپي کړي.

ممکن کاندي دمسيحي ګوندونو اتحاد. اودازاد ديموکرات ګوند په برلين کي ويلي دي چي دا طرزا لعمل نوي ندي. په ولسی جرګه کي دمسيحي ګوندونو داتحاد دډلي مشر فولکر کودر ويلي دي چي ددغسي يوو خاص تور صندق له لاري دالمان د دواړو برخو دبیرته يو ځاي کيدو ، او داقتصادي نوساناتو دلوړولو لپاره د سږني پرو ګرام لګښت هم ورکړل شويدي .کودرزیاته کړيده:

«مونږ ټول هغه شیان چي په عامي دولتي ساحي پوری اړه لري په بودجه کي په پا م کي نيولي دي . اوالبته مونږ په تور صندق کي دځني نورو شیانو دمثال په دول داقتصاد دبچولو داقداماتو دلګښتونو سرشته هم نيولي ده.تر څو چي له اقتصادي بحرانه څخه ځان راوويستلاي شو .پدي ډول نودا کوم خاص شي ندي»

دازادډيمو کرات ګوند دټاکنو دمبارزي په وختکي دمالياتو دکمولوژمنه کړي وه . په مالياتو باندي ددوي دخبرو اترو دډله ګۍ مشر برودرله اميدواره دي چي دتوري بودجي له لاری دي هدف ته ورسيداي شي .برودرله وايي:

«يوه خبره ښکاره ده هغه داچي په پاي کي به تل له ناخالصه عايد نه زيادتره خالص عايد خلکو ته پاتي شي»

دا چي رښتيا به په پاي کي دناخالصه ګټلو شويو پيسو څخه رښتيا زیادتره خالص عايد باتي شي ډاډه نده . ځکه چي دغه اتلافي حکومت غواړي چي خلک ديوي بلي بيمي په ورکولو هم مکلف کړي . ترڅو دهغه په واسطه په زړ توب کي دخلکو پالنه ډاډه شي.او کارفرمايان ددي بيمي ديوي برخي پيسو په ورکولو مکلف ندي .په مرکزي پارلمان کي دشنودګوند دډلي مشری ميرمن رناته کيوناست ، بدي طرحي باندي نيوکي کړي او هغه يي عير عادلانه بللي دي . دي ويلي دي :

«ددي خبري معني داده چي دالمان دستربانک مشر، آذاده ددعوا وکيلان، يوه دويښتانو آرايشګره، يوه پرستاره، او روزونکي ټول بايده دي په يوه اندازه پيسي ورکړي مونږدزړو دپالني په برخه کي هم دپيوستون داصولو غوښتونکي يو.»

هغه څوک چي زیادتره توان لری بايده دي زیادتره پيسی ورکړي دادالمان ډيره ښه عنعنهده چي کارفرمايان اوکارکونکي هريو دخبل توان په اندازه په مصرف کي برخه واخلي .دنوي اتلافي حکومت پدي طرحو باندي يوازی مخالف ګوندونه انتقاد نکوي، بلکه په هغو ولايتونوکي چي حکومتونه يي دمسیحي ديموکرات دګوند به لاسکي دي هم مقاومت ليدل کيږي .

دهسن دايالت لمړي وزير رولاند کخ ويلي دي چي دي په داذاد ديموکرات او دمسيحي سوسیال ګوند له څرګندونوڅخه ډيره انديښنه لري .دي لدينه ډاريږي چي دمالياتو به بام کي نيول شوي کمول ددولت به بودجي کي لوي لوي سوری جوړ نکړي .

له هغه څخه پخوا دنيدر زاکسن دايالت لمړي وزير کريستيان وولف دا‌ذاد ديموکرات دګوند دمالياتو دراټيټولو دطرحو به هکله انديښنه څرګنده کړي وه . دبادن ورتمبرګ دايالت لمړي وزير اوتينګر ويلي دي :داسی ښکاري چي دآذاد ديموکرات ګوند دخلکو ترمنځ د ډيرو انتظارونو دمنځته راتلو سبب شوي او اوس دهغو په ترسره کولوکي ځان له ستونزو سره مخامخ ويني . ښايي داونۍ ترپايه پوري داتلاف تړونلاسليک کولوته تياروي.

Marx, Bettina/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل