1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلين کي د ۶ ميليونو په ارزښت کوکايينو نيول

محمد قاسم نوري/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۱۸, چهارشنبه

د آلمان د پلازمېني برلین د پلټونکو لاسونو ته د شپږو ميلیونو یورو په ارزښت نشه يي مواد ورغلي دي. د خوراکي موادو ستري تصدۍ (Aldi ) د څو پلورنځيو کارکوونکو د کيلو په کارتنونو کي نزدې ۱۴۰ کيلوګرامه کوکايين کشف کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Amqz
انځور: Reuters

د برلين پولیس او ګمرکي مامورین خپله خوشالي نه سي بیانولای. «دغه مطلق تصادف» د آلمان په تاریخ کي له ۳۵ کلونو راهیسي د مخدره موادو دوهم سرت کشف وو. د برلین د جنايي پولیسو ویاند شتیفان رېدلیش وايي «چي په دغه پیمانه کشف ډیر لږ پیښیږي.» د جنايي پولیسو د یوې څانګي آمر اولاف شرېم دا د قاچاقبرانو یوه «لوژیستیکي غلطي» بللې ده.

کارپوهان د مخدره موادو پرضد نړيواله مبارزه ناکامه بولي

په نړيواله کچه د مخدره موادو د تولید او قاچاق پرضد مبارزه همدااوس لا ناکامه ده. ځکه چي د هغه عرضه کمه سوې نه ده، بيي یې راکښته سوي نه دي او کیفیت یې هم لوړ سوی دی. دا د یوه پراخ څېړنیز رپوټ نتیجه ده.

دغه پاخه سوي کوکایین په ډیر مهارت سره تړل سوي او د کیلو په اوو کارتنونو کي وېشل سوي ول. کله چي د آلمان د برلین ښار څلورو او براندنبورګ ښار د خوراکي موادو د الډي تصدۍ د یوه پلورنځي کارګرانو دغه نشه يي مواد کشف کړل، نو بې له ځنډه یې پولیسو ته خبر ورکړ. تر کشفولو يوه ورځ وروسته بيا د دغي جالبي او حیرانونکي پیښي خبر خپور سو.

یو چیري یو چا غلطي کړې ده

اوس نو پلټونکي غواړي پوه سي، چي ولي دغه ۵۵ سلنه نشه يي مواد برلین ته راغلي دي. یو خبره روښانه ده او هغه دا چي دغه سپین پوډر له کولمبیا څخه په کښتیو کي د هامبورګ د ښار بندر ته رسېدلي او له هغه ځایه څخه بیا د خوراکي موادو پر سترو مارکېټونو باندي وېشل سوي دي.

په دې اړه د الډي د خوراکي موادو ستري تصدۍ چارواکو تر اوسه پوري څه ويلي نه دي، د دغي تصدۍ يوې وياندي نه غوښتل چي په دې اړه څه ووايي او يوازي يې دومره ويلي دي چي دا د پوليسو کار دی چي وښيي دغه مواد څرنګه تر دغه ځايه پوري رارسېدلي دي.

ګمرکي پلټونکي مامورین وايي چي امکان لري کوکایین په جنوبي امریکا کي د باریدو پر مهال لا غلط کانتینر ته ورپورته کړل سوي وي. یا دا چي قاچاقبرانو ته دا امکان نه دی برابر سوی چي پر سم وخت باندي کوکایین له کښتۍ څخه راکښته او له ځانو سره یې یوسې. د پولیسو ویاند رېدلیش وایي چ «په نړۍ کي يو ځای يو چا ستره تېروتنه کړې ده.» اوس نو د نامامعلومه کسانو د پيدا کولو په اړه څېړني دوام کوي.