1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلین کې د یوه مسجد په اړه جینایي څېړني

۱۳۹۵ اسفند ۱۰, سه‌شنبه

تر۴۰۰ سوو ډیرو پولیسو د یوه مسجد د تړلو په عملیاتو کې برخه اخیستې ده. څارنوالانو د دغه بنسټ د کړه وړه په اړه چې شک کیږي د افراطي اسلامپالو د ليدو ځای وو، په اړه جینايي څېړني پیل کړي دي.

https://p.dw.com/p/2YMcx
Deutschland Razzia bei Moschee-Verein Fussilet 33 in Berlin
انځور: Reuters

د برلین د کورنیو چارو ادارې د دغه مسجد د بنسټ فعالیت چې د «فوسیلیت ۳۳» په نوم یادیده، د سه شنبې په ورځ بند کړ. څارنوالان وایي چې دغه بنسټ د افراطي اسلامپالو د لیدو ځای وو.

چارواکو ویلي دي چې د تیرکال په ديسمبر میاشت کې په برلین کې بریدګر چې ۱۲ کسان یې په یوه لارۍ موټر ووژل، دغه مسجد ته تګ راتګ لاره.

تیره اوونۍ، چارواکو په برلین کې درې کسان له داعش سره د اړیکو لرلو په تور ونیول. پولیسو ویلي دي چې دغه کسان هم دې مسجد ته تللي ول چې چاري یې د «فوسیلیت ۳۳» بنسټ له خوا پر مخ وړل کیږي.

پولیسو د سه شنبې په ورځ وختي د برلین په ۲۴ سیمو کې عملیات وکړل چې پکښې تر ۴۰۰ ډیرو پوليسو ونډه لرله. دغه خبر چارواکو د ټولنیزي شبکې، تویتر له لارې خپور کړی دی.

چارواکو تیره اوونۍ د برلین دغه مسجد وتاړه. مسجد له ۲۰۱۵م کال راهیسې تر څارني لاندي وو او ورباند شک کیده چې د «اسلامي دولت» (داعش) ډلې له پاره غړي ګوماري. په مسجد کې همدا راز په سوريه کې د ترهګرو د بریدونو د تمویل له پاره پیسې راټولي شوي وې.

د دغه بنسټ د فعالیتونو په منع کولو سره، نور دغه بنسټ نه شي کولای چې د خپلو فعالیتونو له پاره مسجدونه وټاکي. آلمان په برلين کې له برید وروسته د احتمالي ترهګرو بریدونو د مخنیوي له پاره تدابیر نيولي دي. په دغو تدابیرو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د شکمنو کسانو د نیولو په موخه د عملیاتو کول شامل دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر، ویلي دي چې تر۵۰۰ ډیر کسان د آلمان له پاره د احتمالي ګواښ په توګه په ګوته شوي دي چې د دې ډلي څه نا څه نیمايي آلمانيان نه دي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: