1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بروکسل کي داروپايي ټولني او هندوستان 11 سرمشريزه

۱۳۸۹ آذر ۱۹, جمعه

اروپايي ټولنه د هندوستان لویه تجارتي ملګرې ده . په 2009 کال کي ددوی ترمنځ دتجارتي معاملو حجم تقريباً 92 ميليارده ډالره ؤ. که د اروپا او هند تر منځ د آزاد تجارت موافقه تحقق پيداکي

https://p.dw.com/p/QV6W
انځور: AP

نو ډېر ژر به د تجارت حجم څه د پاسه۱۳۰ ميليارده ډالرو ته ورسيږي.

د۲۰۱۵ کال دپاره اصلي هدف دادي چي دهغه حجم حتي ۲۴۰ ميليارده ډالرو ته ورسيږي. خو اروپايي ټولنه د آزاد تجارت دپاره خپل شرايط لري.

هند بايد د اقليم ساتني په برخه کي ډېر کار وکي او يا بلاخره دنورو اجتماعي مشکلاتو پر ضد لکه په کوچنيانو باندي د کارکولو په مقابل کي يو څه وکړي .

راجندرا کمار جېن په نوي ډهلي کي د جواهرلعل نهرو په پوهنتون کي د بين المللي سياست پروفيسر دي . دي دغي موضوع ته د شک په سترګه ګوري :

«د هغه راهيسي چي خبري اتري پيل سوي دي، هند پر دې ټينګار کړي دي چي ددغه آزاد تجارت د موافقې په اړه بايد داسي پوښتنې نه وي پاته چي په اقتصاد او تجارت پوري اړه ونه لري.زما په نظر د هغه فشار له مخي چي داروپا پارلمان به يې راولي ، په آخره کي به يو داسي نرم او معمولي جدول رامنځته سي چي دواړي خواوي ورسره موافق وي. »

EU Gruppenbild Innen- und Außenministerrat der EU Brüssel
انځور: DW

تر ټولو دمخه دا خبره د هند دپاره د سترګو اغزي ده چي اروپايي ټولني غوښتل په پاکستان کي د وروستيو سېلابونو له امله ددغه هيواد سره په خپل تجارت کي آسانتياوي راولي. دغه تجارت به تر هر څه دمخه د پنبې کروند ګرو ته ګټه ورسوي. علاوه پر دې نړيوال تجارتي سازمان (ډبليو ټي او)هم بايد د هغه سره خپله موافقه وښيي.

خو د نوي ډهلي د خوا څخه بيا په ناراضه لهجه ويل کيږي چي عاجلو کومکو ته درسېدو دپاره دا مناسبه لار نه ده .

راجندرا کمار وايي:

« هند پر دوو ټکو ټينګار وکړ : يو دا چي د تجارت دغه آسانتياوي د نړيوال تجارتي سازمان د اساساتو پر ضد دي او د بلي خوا يې دې خبري ته اشاره وکړه چي د ټوکرانو هغه صادرکوونکي او د پنبې کروند ګر کوم چي اروپايي ټولنه ورسره کومک کوي دهغوي مځکي هيڅ ددغو سيلابونو څخه نه دي زيانمني سوي.»

اروپايي ټولنه او هند د څه دپاسه ۴۵ کلونو راهيسي د ديپلوماتيکو مناسباتو په اړه خبري اتري سره کوي خو بيا هم دچين سره دغه مناسبات نور هم پخواني دي.

اروپايي ټولني او هند لومړي په ۲۰۰۴ کال کي د دنهاګ په سرمشريزه کي يوه ستراتيژيکه ملګرتيا تصويب کړه. په دې وسيله اروپايي ټولني ته هند په رسمي ډول بين المللي ارزښت پيدا کي. د راجندرا کمار جين په نظر هند د اروپا په مقابل کي ديوه نوي قوت په شکل تبارز کوي:

«زما په نظر د اروپايي ټولني په کړنلاره کي تغيير راغلي دي. تر ټولو د مخه دا له دې کبله چي امريکا غواړي هند ځانته راجذب کي. خو پر ټولو خبرو سربېره په دې خبره کي اساسي تغيير نه دي راغلي چي د اروپايي ټولني دپاره چين ډېر ارزښت لري.

Indien junge Frau traditionell Handy Mobiltelefon Handyverbot
انځور: picture alliance/Dinodia Photo Library

اروپايان ددې څخه بېريږي چي هند د ډېرو آسيايي دولتونو سره دآزادو معاملو موافقې تصويب کړي دي. او اروپايي ټولنه نه غواړي ددغو ميلياردو انسانانو سره دتجارت لوي مارکېټ دلاسه ورکي.»

هند بيا د چين په مقابل کي ځان ديوه لوي ډيموکرات هيواد په حيث ښه تره بولي او ددې هيله لري چي په بين المللي سطحه هم په رسميت وپېژندل سي. د ډېره وخته راهيسي دغه لوي اټومي قدرت کوښښ کوي چي د امنيت په شورا او ملګرو ملتو کي دايمي غړي سي.

د امريکا جمهوررييس بارک اوباما هم هند ته د خپل سفر په ترڅ کي رسماً اعلام وکړ چي د هند ددغي غوښتني ملاتړ کوي.

همدارنګه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او نورو امنيتي برخوکي هم اروپايي ټولنه او هند غواړي په راتلونکي کي نور هم نژدې او په ګډه سره کار وکي .

ايزل بورن/ ګل غوټی پوپل

کتونکی : محمد قاسم نوري