1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بروکسل کي د نوي کال مراسم لغوه کړل سول

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۱۰, پنجشنبه

د بيلجيم په پلازمېنه بروکسل کي د نوي کال پر وخت هميشه لويه مرکزي اورلوبه او لمانځنه تر سره کيږي. خو سږکال د ترهګر بريد د ګواښ له کبله دغه لمانځنه لغوه کړل سو ې ده.

https://p.dw.com/p/1HWOr
انځور: Reuters/F. Lenoir

د بروکسل د ښار په مرکز کي د نوي کال له پاره د کانسرت دريځ لا جوړ کړل سوی ؤ، خو د چهارشنبې (د دسامبر ۳۰ مه نېټه) ماښام ناوخته اعلان وسو، چي په بروکسل کي به په اجتماعي توګه د نوي کال لمانځلو اجازه نه وي.

دا په داسي حال کي چي د بروکسل مرکزي لمانځني ته په سلهاؤ زره انسانان راتلل او دلته يې نوي کال ته په خوشاليو او اورلوبو ښه راغلاست وايه. يوازي د دې بروکېر په ډګر کي و لمانځنو ته د پنجشنبې د ماښام له پاره د ۵۰ زرو انسانانو د راتللو اټکل سوی ؤ.

د بروکسل ښاروال ايوان مايور د چهارشنبې په ماخستن وويل چي بحراني مرکز د وضعې او د احتمالي ګواښ په تړاو د جاج اخيستلو وروسته دې ته مجبوره سو، چي دا پرېکړه وکړي. د نوموړي په وينا دغه فيصله د ترګر ګواښ د رامنځ ته کېدو د احتمال له کبله سوې ده.

د آلمان په برلين او د اروپا په نورو لويو ښارونو کي هم د نوي کال لمانځلو د مراسمو له پاره سخت امنيتي اقدامات سوي دي. دا د هغه وروسته چي په بروکسل کي د يکشنبې او دوشنبې په ورځو د تلاښيو وروسته دوه د احتمالي ترهګرۍ احتمالي پلان درلودونکي کسان ونيول سول.

پر هغوی شک دی چي د نوي کال په شپه يې په بروکسل کي د ترهګرو بريدونو پلان جوړ کړی ؤ. د دغو کسانو سره چاودېدونکي توکي يا ورته مواد نه دي موندل سوي، خو د هغوی تليفوني خبري د امنيتي چارواکو له خو اورېدل سوي وې. په بروکسل کي د امنيتي وضعيت ته «جدي» درجه ورکول سوې ده.

خو د بروکسل ښاروال ويلي دي چي د دغه ښار ښاريان بيا هم کولای سي چي په عادي توګه د ښار مرکز ته راسي او په هوټلونو او ريستورانونو کي نوی کال ولمانځي. د هغه په وينا پوليسو د ټول ښار امنيت ټينګ کړی دی.

د بيلجيم لومړي وزير چارلس ميشل ويلي چي په بروکسل کي د نوي کال د لمانځنو لغوه کول «يوه سخته، خو صحيح پرېکړه وه.»

شپږ اونۍ تر مخه چي کله په پاريس کي پر يو وخت څو ترهګر بريدونه تر سره سول، نو پکښي د بيلجيم اوسېدونکي مسلمان ترهګر هم برخه وال ول. د فرانسې د امنيتي چارواکو د نوو معلوماتو له مخي د دغو بريدونو پر وخت دوو بريدګرو د بيلجيم سره هم د موبايل تليفون له لاري تماس نيولی ؤ.