1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بروکسل کي د پاکستان سره د همدردۍ پېغام ورکړل سو

۱۳۸۹ مهر ۲۴, شنبه

د اروپايي ټولنې په غوښتنه په بروکسل کي د «پاکستان د ملگرو» د ډلې غونډه تر سره سوه. دغه ډله په 2008 م ميلادي کال د ملگرو ملتونو د عمومي غونډي د ناستي ترڅنگ جوړه کړل سوې وه چي پکښي 21 هيوادونه او 5 سازمانونه غړيتوب لري.

https://p.dw.com/p/Pfj8
انځور: AP

«د پاکستان د ملگرو» د ډلې د جوړولو اصلي موخه د پاکستان د حکومت سره په انتظامي ډگر کي داسی کومکونه کول دي چي له مخي يې دغه هيواد پياوړی سي او نړۍ وال ورسره مرستي وکړي. پداسي حال کي چي د سېلابونو له وجې ددغه هيواد په ملينونو انسانان لا د سختي ورځي سره مخامخ دي اوس پدغه هيواد کي د توندلارو اسلامپالو د اثر د لا زياتېدو گواښ رامنځ ته سوی دی. د المان د بهرنيو چارو د وزير گيډو ويسټر ويله په وينا له همدې کبله بايد د پاکستان سره مرسته زيات اړخونه ولري:

« د پاکستان د ملگرو غونډه د پاکستان سره د همدردۍ او همکارۍ يوه ډېره ښه نخښه وه چي په ترڅ کي يې پاکستان پخپله هم و ريفورمونو ته وهڅول سو. د دې مانا دا ده چي موږ په پاکستان کي و ډيموکراټيکو ريفورمونو ته سترگي په لاره يو او په همدې راز د ښه حکومتدارۍ تر څنگ په پاکستان کي د مسکين او خان تر منځ د توازن موضوعات هم ډېر اهم دي.»

د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنټن په پاکستان کي د شمتن او مسکين تر منځ د فرق موضوع په ډېره مستقيمه او څرگنده توگه و څېړله. کلنټن پر پاکستان ږغ وکړی چي د ماليې په خپل نظام کي دي بدلون راولي. کلنټن وويل:

« دا هيڅ د منلو وړ نه ده چي د پاکستان شتمن وگړي د خپل هيواد او خپلو خلکو سره د کومک لپاره هيڅ نه کوي هغه پداسي حال کي چي د اروپا امریکا او د پاکستان سره کومک کوونکو نورو هيوادونو خلک خپل مسؤليت پر ځای کوي.»

د دې تر څنگ د اروپايي پارلمان د بهرنيو چارو کمېټې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي څخه يو شمېر انتقادي پوښتنې هم وکړې چي بعضي پکښي د پاکستان د اټومي وسلو د فايدې او اړيتيا سره تړلي وې. دغه پوښتنې د باراک اوباما د هغې مفکورې سره سمې وې چي له مخه يې هغه د اټومي وسلو څخه پاکې يوې نړې خبره کوي. قريشي په خپل جواب کي پړه پر هندوستان واچوله بېله دې چي نوم يې واخلي. قريشي وويل:

« موږ نن يو اټومي ځواک يو. دا د يوه داسي دفاعي غبرگون پايله ده چي د گاونډي هيوادونو لخوا يې پېل کړل سوی ؤ او په ترڅ کي يې په سيمه کي د توازن کمښت رامنځ ته سوی ؤ. موږ مجبوره ؤ چي دا کار وکړو.»

قريشي د خپلو خبرو پر وخت وويل چي د پاکستان اټومي وسلې بالکل خوندي دي او دا چي دوی د هغه بل هيواد ياني هندوستان سره ښه همکاري لري.

خو د پاکستان دا غوښتنه بې ځوابه پاته سوه چي اروپا دي وپاکستاني صنايعو ته په خپلو بازارونو کي اسانتياوي رامنځ ته کړي چي پدې توگه پاکستان د تجارت له لاري خپلې ستونزې هواري کړلای سي. خو بعضي اروپايي هيوادونه لکه اېټاليه د خپلو ټوکرانو په صنعت کي د ارزانه پاکستاني صنايعو څخه گواښ احساسوي. د دې تر څنگ اروپايي ټولنه دا هم نه غواړي چي د سيمي د نورو هيوادونو په پرتله د پاکستان سره بهتره چلن وکړي. د بېلگي په توگه د هندوستان په پرتله. د دې تر څنگ د پاکستاني صنايعو په وړاندي په اروپا کي د واريداتي گمرکاتو د راټيټولو په لړ کي بايد د تجارت نړی وال سازمان هم منظوري ورکړي.

ليکونکی: هاسل باخ کريسټوف/احمدولي اڅکزي

کتونکی: محمد قاسم نوري