1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بريتانيا کې د سرو زرو «کمود» غلا شوی

۱۳۹۸ شهریور ۲۵, دوشنبه

د اتلس قيراط سرو زرو کمود چې د امريکا په نامه ياديده، د بريتانيا له يوې ماڼۍ څخه غلا شوی. د دې کمود بيه څو ميليون ډالر ده.

https://p.dw.com/p/3PeyI
UK Goldenen Toilette "America" bei Maurizio Cattelan gestohlen
انځور: AP Photo/picture alliance

د ايتالوي هنرمند موریزيو کاتیلان د دې تخليق چې د سوچه سرو زرو جوړ وو، د ورکيدو خبر اړوندو چارواکو تائيد کړې دی. دا کمود د بريتانيا د پخواني صدراعظم ونستن چرچل د اوسيدو په ځای «بلينهايم ماڼۍ» کې د گران بيه توکو نندارتون له پاره نصب کړل شوی وو.

د بلينهايم پېلس چارواکو دا خبر تائيد کړې چې د سرو زرو کمود ورک شوی دی، خو په دې اړه یې توضيحات نه دي ورکړي چې څنگه دا کار شوی دی. ايتالوي هنرمند کاتيلان د کمود تر جوړولو وروسته دا «امريکا» نومولی وو. نندارتون ته راتلونکو مېلمنو د سرو زرو د دې کمود د کارولو اجازه لرله.

د قصر د ساتونکو په حواله دا کمود د شنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۴) سهار موده غلا شوی. د ۱۸مې پيړۍ په دې شانداره ماڼۍ کې د سرو زرو دا کمود هلته د ډیرو گران بيو توکو په ځانگړي نندارتون کې د مېلمنو د استعمال له پاره په يوه تشناب کې په ډېر «مهارت» سره لگول شوی وو. خو دا مهارت د غلو په مقابل کې ناکام شو. په بيلنهايم ماڼۍ کې دغه نندارتون يو څو ورځې د مخه پېل شوی وو.

دا ماڼۍ چې نندارتون پکښې ترسره کيږي په آکسفورد شاير سيمه کې پرته ده. د دې سيمې د تهامس ويلې پوليسو مرکز له خوا په غلا کې د لاس درلودو په شک يو ۶۶ کلن تن نيول شوی دی. د غلا په اړه د پلټنې کوونکو د ډلې مشر جيس ملين وويل چې د ځمکې او ديوال څخه د کمود جلا کولو له وجې په دغه او نورو کوټو کې د اوبه بهېدو له کبله هم ډېر زيان اوښتی دی.

ولسمشر ترمپ په بيلنهايم ماڼۍ کې د پخواني صدراعطمې تريسا می سره
ولسمشر ترمپ په بيلنهايم ماڼۍ کې د پخواني صدراعطمې تريسا می سرهانځور: picture-alliance/empics/W. Oliver

د پلټونکي افسر په حواله دا امکان لري چې په غلا کې د قيمتي او نادرې توکو د غلا د کومې منظمې او جنايت کارې ډلې لاس وي. زياته شوې ده چې غله په دوو موټرو کې راغلي ول. تر اوسه د غلو په اړه ډېر معلومات نه دي ترلاسه شوي. له نيول شوي تن څخه تحقيقات روان دي او د پېښې له ځای څخه د گوتو د نخښو د ترلاسه کولو پروسه هم روانه ده.

غلا شوی کمود تر دې دمخه د نيويارک په گوگن هايم ميوزيم کې تر ۲۰۱۷م کاله نصب وو. هلته هم د ميوزيم مېلمنو اجازه درلودله چې دا گران بيه کمود وکاروي. يو شمير کسانو د دې کمود پر جوړولو نيوکې کولې او دا یې يوازې د شتمنۍ ظاهري نمايش باله. ځينو بيا دا کمود د امريکا د ولسمشر دونالد ترمپ سره تاړه ځکه هغه هم د سرو زرو له جوړو شيانو سره ډېره مينه لري.

د واشنگټن پوست د امريکايي ورځپاڼې په حواله د گوگن هايم ميوزيم متصدي په ۲۰۱۷م کال کې وړاندیز کړی وو چې دا کمود دې په سپينه ماڼۍ کې کيښودل شي، څو ترمپ یې وکارولی شي. د ورځپاڼې په حواله ترمپ هغه وخت ويلي ول چې په سپينه ماڼۍ کې د دې کمود د نصبولو په بدل کې هغه چمتو دی د مشهور رسام فون گوخ رسامي چې په سپينه ماڼۍ کې ځوړنده ده، د ضمانت په توگه ورکړي.

BS/NZ (dpa, ap)

زموږ له آرشيف څخه: