1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بریتانیا کې د ترمپ د مهاجرت د سیاست پر ضد لاریون وشو

۱۳۹۵ بهمن ۱۷, یکشنبه

په بريتانيا کې شاوخوا ۱۰ زره کسانو امریکا متحده ایالاتو ته د ۷ اکثریت مسلمان میشته هیوداونو د وګړو پر سفر باندې د بندیز پر ضد لاریون وکړ. منتقدين وایي دغه بندیز د مذهبونو ترمنځ ستونزې رامنځته او نړیوال قوانین ماتوي.

https://p.dw.com/p/2X0KP
Anti-Trump Demonstration in London
انځور: Reuters/N. Hall

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ د فبرورۍ ۴ ) زرګونو کسان، د حقوقو مدافع ډلې او د مسلمانو سازمانونو غړي د انګلستان په پلازمینه لندن کې د امریکا د سفارت مخې ته راټول شوي وو او د ولسمشر دونالد ترمپ د اجرایوي فرمان پر ضد یې شعارونه ورکول. د یاد اجرایوي فرمان په لاسلیک کولو سره امریکا ته د اوو اکثریت مسلمان میشته هیوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز وضع شوی دی.

د ترمپ د ولسمشرۍ د دوو اونیو په موده کې د انګلستان په پلازمینه کې دا دریم ځل دي چې د هغه پر ضد مظاهرې کیږي.

په ورته وخت کې، بریتانیا ته د ترمپ د سفر د مخنیوي له پاره په دې هیواد کې تر اوسه پورې ۱.۸ میلیونه لاسلیکونه را ټول شوي دي.

د مسلمانانو ضد فرمان؟

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو زورات ویلي دي چې دوی د ولسمشر ترمپ تر اجرایوي فرمان وروسته ۶۰ زره ویزې لغو کړي. دغه معلومات وروسته له هغې څرګندیږي چې د رسنیو رپوټونو د یو دولتي وکیل په حواله خبر ورکړ چې د ترمپ د اجرایوي فرمان له امله له ۱۰۰ زرو څخه ډیر کسان اغیزمن شوي دي.

انتقاد کوونکي وايي چې دغه فرمان کورنۍ سره جلا کوي، او د امریکا زرګونه اوسیدونکي یې اغیزمن کړي او همدا راز له جګړو څخه د تښتیدونکو مهاجرینو نړیوال قوانین ماتوي. پر دې سربیره، د حقوقو مدافعو ډلو خبرداری ورکړی چې دغه اقدام به د مذهبونو ترمنځ ستونزې ډیرې او د اسلام پر ضد نفرت ته وده ورکړي.

په استرالیا کې مظاهرې

د دغه اجرایوي فرمان له امله د شنبې په ورځ په استرالیا کې هم زرګونه کسان سړکونو ته د لاریون له پاره راوتلې وو. لاریون کوونکو د ترمپ پر وروستیو څرګندونو نیوکې کولې. استرالیا د مهاجرینو پر وړاندې سخت سیاست لري او د هرهغه چا مخنیوی کوي چې د کښتیو له لارې دې هیواد ته د پناه غوښتنې له پاره راځي. دغه کار د حقوقو د مدافعو ډلو له سختې نیوکې سره مخ شوی دی.

دغه لاریون د ترمپ او د استرالیا د لومړي وزیر مالکولم ترنبول ترمنځ د دپلوماتیکي شخړې وروسته ترسره کیږي. د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ د تلفوني خبرو په ترڅ کې ترمپ د امریکا او استرالیا ترمنځ د مهاجرینو د انتقال لړۍ «احمقانه» بللې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مهاجرینو پر سر د هوکړې په چوکاټ کې امریکا متحده ایالاتو منلې وه چې ۱۲۵۰ مهاجرین به له ناورو او مانوس ټاپوګانو څخه امریکا ته انتقال شي.

د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا، او د فلیپین په پلازمینه منیلا کې د امریکا د سفارت مخې ته د ترمپ د مهاجرت ضد سیاست پر وړاندې محصلینو هم ورته لاریونونه کړي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (17.11.2016):