1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بریتانیا کې د مسلمانانو ضد لیکونه ویشل شوي

۱۳۹۶ اسفند ۲۳, چهارشنبه

د بریتانیا په مختلفو کورونو کې لیکونه غورځول شوي. په دې لیکونو کې خلک هڅول شوي چې مسلمانانو ته د زیان رسونې په بدل کې به پوينټونه ترلاسه کړي. په دې خصمانه لړۍ کې د پينټونو له پاره معيار د زیان رسوني ډيرښت ټاکل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2uHlh
Großbritannien Fremdenfeindlichkeit English Defence League
انځور: picture alliance/dpa/R. Findler

د نا څرګنده کسانو له خوا په ویشل شویو دې لیکونو کې د اپریل ۳ نیټه یو مسلمان ته د زیان رسونې ورځ ټاکل شوې. په دې لیک کې ویل شوي دي چې د یوه مسجد د سوځولو له پاره پوينټونه یا نومرې، پر یو مسلمان د تیزاب شیندلو سره توپير لري، یا په بل عبارت هر څومره چې د زیان رسنوې کچه لوړه وي ډیري نومرې ورکول کیږي.

په لیک کې د پوينټونو د دې سیستم له مخې یو مسلمان ته د لفظي زیان رسونې یا ښکنځلو له پاره ۱۰ پوینټونه او یا د کومې مسلمانې ښځې د څادر د کشولو یا څیرلو په بدل کې نوموړي کس ته ۲۵ نومرې ورکول کیږي.

تر ټولو ډیر پونټونه د مسلمانانو پر مقدس مقام مکې معظمې د برید له پاره ټاکل شوي دي چې د دې عمل له ترسره کونکي سره د ۲۵۰۰ پونټونو د ورکړې ژمنه شوې ده. په لیک کې دا نه دي ویل شوي چې د دا ډول اعمالو ترسره کونکی به د دغو پونټونو په بدل کې څه ډول انعام ترلاسه کوي.

پر سپین کاغذ لیکل شوي، دا ډول لیکنې د دغه هیواد په مختلفو برخو کې د خلکو په کورنو کې غورځول شوي دي. په دې کې د بریتانيا ختیځه برخه هم شامله ده، چیري چې د مسلمانانو شمیر ډیر زیات دی. دا لیکونه یا پاڼې زیاتره په هغو سیمو کې ویشل شوي دي چې د مسلمانانو شمیر په کې زیات دی.

دغه خطونه په داسې یو وخت کې ویشل کیږي چې په اروپا او بریتانیا کې د مسلمانانو ضد حرکتونه او نظریات په مخ کې پر ډیریدونکي ډول زیات شوي دي. د بریتانیا د سیمه ایزو رسنیو په حواله د دغو لیکونو تر خپریدو وروسته په مسلمانانو کې یو ډول ویره پیدا شوی ده او ډیرې مسلمانې کورنۍ خپلو ماشومانو ته اندیښمن دي.

د لندن د پولیسو په حواله دوی بریتانیوي اتباعو ته له احتیاط څخه د کار اخیستنې سپارښتنه کړې او د ترهګرۍ ضد پولیسو په دې اړه څیړنې پیل کړي دي. خو تر اوسه پورې په دې اړوند هیڅ څوک نه دي نیول شوي.

په همدې منځ کې د بریتانيا د پارلمان دوو مسلمانو استازو ته هم شکمن پوستونه استول شوي دي، چې وروسته پولیسو په دې اړه هم څیړنې او تحقیقات پیل کړي دي.