1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغداد کې بنډيز

۱۳۸۷ فروردین ۹, جمعه

د ورځ په ورځ د زور زياتي د زياتيدلو له امله عراقي اداره د هېواد په پلازمينه بغداد کې د څو ورځو لپاره د تگ راتگ بنډيز لگولی دی.

https://p.dw.com/p/DbO0
د عراقي حکومت او په عراق کې د امريکايانو پر ضد وسله وال
د عراقي حکومت او په عراق کې د امريکايانو پر ضد وسله والانځور: AP

د عراق اردو د مقتدي الصدر مليشو سره په جگړو کې سخت گير راغلی دی او هم د عراق په جنوب کې د حکومت او مليشوو تر منځ جگړه روانه ده. همدا راز په بصره، هيله او کوت ښارونو کې نښتې شوی دي.

د عراق پارلمان هڅه کوی تر څو د حکومت او مخالفو ډلو تر منځ منگړتوب وکړی.

په وروستيو څو ورځو کې تر سل هم زيات خلک په دغو نښتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.