1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغلان کې آلماني عسکرو ته مرګ ژوبله وراوښتې ده

۱۳۸۹ مهر ۱۶, جمعه

د آلمان د دفاع وزير کارل تېودور څو ګوتنبېرګ په افغانستان کې چی کله دغه خبر تر لاسه کړی ، نو د آلمان پارلمان ته يې سمدستي اطلاع ورکړه ،

https://p.dw.com/p/PZ3N
يو آلمانی عسکر مړ او شپږ نور ټپيان دي
يو آلمانی عسکر مړ او شپږ نور ټپيان شوي ديانځور: AP

د ولس استازو ته په پيغام کې ګوتنبېرګ وويل چې هغهِ ته يو ډېر د خپګان وړ خبر وررسېدلی دی.

»داسې چی ښايي د ايساف په يوې ګزمې باندی په يو ځانمرګي بريد کې د پل خمري شمالي لوري ته، زموږ يو عسکر وژل شوی او د اوسنيو معلوماتو له مخې شپږ عسکر ټپيان شوي وي.»

په پوتسدام کې د آلمان د اردو مرکزي قوماندانۍ اطلاع ورکړه چې د ايساف دغې ګزمې ته دنده ورکړل شوې وه چې يو پله ته غځېدلې لاره دې وڅاري. ويل کيږي چې بيا يو بريد د يو ځانمرګي لخوا تر سره شو چې چاودېدونکي مواد ورسره وو. د آلمان پوځ يوه وياند وويل له بريد وروسته سمدلاسه د ژغورنې هلې ځلې پورته شوې، خو يوهِ آلماني عسکر خپل ژوند د لاسه ورکړ. وياند زياته کړه چې د نورو ژوبلو عسکرو د حالت په اړه تر اوسه څه نه شي ويل کېدای. هغوی په څرخي الوتکو کې د پل خمري اډې ته يوړل شول. د آلمان د دفاع وزير په پارلمان کې د هغوی د کورنيو غړو ته د خواخوږۍ مراتب څرګند کړل.

»زموږ فکرونه او دعاګانی له دغو عسکرو او د هغوی له کورنيو سره دي. د هغوی په ماموريت کې يو تن مړ او نور ټپيان شول. ګرانو ملګرو، دغه ماموريت زموږ د امنيت د تامينولو په خاطر په دغه پارلمان کې تصويب شوی و. زه فکر کوم چې دغه اطلاعات بايد په همدې ډول وړاندې شي. لکه څنګه چې مې وويل فکرونه او دعاګانې مو له کورنيو او عسکرو سره دي.»

د افغانستان په شمال کې دا مهال تقريبا ۴۷۰۰ آلماني عسکر ځای پر ځای شوي دي. د بغلان ولايت چېرته چې بريد تر سره شو، د آلمان د پوځ د ماموريت په ساحه کې راځي. بغلان يوه نارامه سيمه ده. له دې امله هم څو ګوتنبېرګ د اګست په پای کې د جګړې له سيمې څخه کتنه وکړه. هغه لومړی ځل و چې يو جګپوړی آلمانی سياستوال دغې سيمه ته لاړ. وزير د يوې بهر ته پرتې پوستې څخه کتنه وکړه چې د کندوز اډې څخه اويا کيلومتره وړاندې ده. ده حالت په خپلو سترګو وليد.

»دا زما دپاره معلومات هم دي. په ورته وخت کې د دې امکان په لاس راکوي چې په آلمان کې دننه دغه حقايق بيان کړم. زموږ د عسکرو لپاره په سيمه کې وضع څه آرامه نه ده، بلکې په ماموريت کې هره ورځ تعينونکې ده.»

په افغانستان کې د آلماني عسکرو لپاره خطرونه لږ شوي نه دي. د کال په سر کې د آلمان حکومت خپلې د افغانستان ستراتيژۍ ته تغيير ورکړی و. آلماني عسکر اوس په زيات ډول افغان امنيتي ځواکونه روزي. په دې ترڅ کې آلماني عسکر له خپلو اډو څخه وزي او له افغاني عسکرو او پوليسو سره يو ځای ګزمې وهي.

ليکونکی: انيا ګونتر، صابر

کتونکی: قاسم نوري