1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغلان کې لږ تر لږه ۱۲ پوليس وژل شوي

۱۳۹۸ بهمن ۸, سه‌شنبه

د افغان چارواکو په حواله وسله والو طالبانو په بغلان کې د پوليسو پر يوه مرکز بريد کړی دی چې په پايله کې یې لږ تر لږه ۱۲ پوليس وژل شوي دي. زياته شوې چې ښايي يوه پوليس له طالبانو سره د بريد په ترسره کولو کې مرسته کړي وي.

https://p.dw.com/p/3WtzO
Karte Afghanistan Provinz Baghlan Deutsch
انځور: DW

د چارواکو په حواله وسله والو دوشنبه د شپې لومړی د پوليسو دغه مرکز ته چې د پلخمري ښار په څنډه کې پروت دی، په يوې پوستې يرغل کړی دی او بيا وروسته ظاهراً په ډېره آسانۍ سره د پوليسو د مرکز دغه ودانۍ ته داخل شوي ځکه چې ښايي يوه خواخوږي یې ورته دروازه پرانيستي وي.

دا معلومات د بغلان د ولايتي شورا يوه غړي محبوب الله غفاري ورکړي دي. خو د ځايي پوليسو يوه چارواکي چې د  نوم د نه بربنډولو په شرط یې خبرې کولې، هم ورته معلومات ورکړي دي.

د بغلان د پوليسو وياند جاويد بشارت هم بيا له ډویچه ويله سره په خبرو کې پېښه تائيد کړه. هغه وويل: «تیره شپه د دولسو بجو په شا او خوا کې د حکومت مخالفو وسله والو د خواجه الوان په دښته کې د پولیسو پر مرکز برید کړی او يو شمیر پوليس یې په شهادت رسولي دي.»

Afghanistan Gegenoffensive nach Einnahme Kundus durch Taliban
طالبانو ادعا کړې يوه چې يو تن پوليس یې يرغمل نیولی دیانځور: picture-alliance/dpa

نوموړي د تلفاتو کره شميره په ډاگه نه کړه خو زياته یې کړه چې  دغه يرغل په شا ټنبول شوی او د امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وسله والو مخالفينو ته هم تلفات اوښتي دي.        

دغه ډول بريدونه د افغانستان په ۱۸ کلنه جگړه کې په څو وارې رامنځته شوي دي چې امريکايي او ناټو ځواکونو یې هم هدف گرځيدلي دي. خو کله چې افغان ځواکونه په نخښه شوي نو د تلفاتو شمیره یې هر وارې ډېره لوړه وي.

په تېر جون مياشت کې هم په کندهار ولایت کې يوه افغان عسکر دوه امريکايي سرتيري ووژل. دغه بريد کوونکی بيا په ټپي حالت کې ونیول شو. په سپتمبر میاشت کې هم درې امريکايي سرتیري هغه وخت ټپیان شول چې يوه افغان پوليس په کندهار کې پر يوه پوځي کاروان ډزې وکړې.

د آلمان د خبري آژانس ډي پي ای په حواله د بغلان د دوشنبې شپې د بريد پړه طالبانو پر غاړه اخيستې ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې ده چې جنگيالو یې ۱۷ پوليس وژلي او يو یې يرغمل نیولی دی.  طالبان په بغلان کې ډېر قوي حضور لري او وخت په وخت د مرکز پلخمري په شا او خوا کې افغان امنيتي ځواکونه په نخښه کوي.