1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلجيم کي د ناټو ددفاع د وزيرانو مشورتي غونډه

۱۳۸۹ مهر ۲, جمعه

پرون د بلجيم د ګينت په ښار کي د ناټو د غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو مشورتي غونده پيل شوه . په افغانستان کي د ناټو تر مشری لاندي د نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک آيساف ماموريت د دغه غونډي مهمه موضوع ده

https://p.dw.com/p/PLYi
انځور: AP

له غونډي څخه مخکي دامريکا متحده ايالاتو له خپلو متحدينو څخه د نورو زياتو عسکرو غوښتنه وکړه چي افغانستان ته يي واستوي .

د آلمان پوځ له افغانستان څخه د تورنادو ډوله الوتکو له ايستلو څخه وروسته هڅه کوي چي د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزلو په برخه کي خپلي هڅي نوري هم پراخي کړي.

د المان د دفاع وزير کارل تيودورڅو ګوتنبرګ د وينا له مخي د اکتوبر تر پايه به 1600 آلماني پوځيان د افغانستان په دننه کي د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو لپاره وګمارل شي .

«مونږ ډيري ښکاره او څرګنده پریکړي لرو . د دغي پريکړي له مخي د يوه کال د مودې په چوکاټ کی زموږ کړې ژمنه هرمرو تر سره کیږی . د سرتيرو د زياتولو په اړه مونږ تراوسه پوري خپل ټاکلي وروستی سرحد يعني پنځو زرو ته نه يورسيدلي . خو د اکتوبر تر پايه کله چي زموږ د پوځي روزونکو دوهم کنډک هلته ورسيږي، دغه سرحد ته به ورسيږي.»

د آلمان د حکومت او پارلمان له پريکري سره سم د آلمان پوځ ته اجازه ورکول سوې چي تر 5000 پوري سرتيري د افغانستان د ماموریت لپاره چمتو کړي . سر بيره پر دغه شمير 350 تنه نور البته احتياطي پوځيان دي . ددغه ماموريت لپاره قانوني موده د 2011 کال تر فبرورۍ پوري ټاکل شوې ده . په فبرورۍ کي حکومت بيا له سره ورباندي غور کوي او ددغه ماموريت تمديد د پارلمان په فيصلې پوري تړلی دی .

د افغانستان د امنیتی ځواکونو روزل د متحده ايالاتواو د ناټو د عمومي قوماندان، جنرال دیوید پيترايس، تر مشری لاندي د نړيوال امنیتي مرستندوی ځواک ،آيساف د ستراتيژۍ يوه برخه ده . جنرال پيترايس د ناتو له متحدينو څخه د 2000 نورو پوځيانو غوښتنه کړي ده . د دغه ستراتيژۍ اصلي هدف دا دی چي د افغانستان ملي امنيتي ځواکونه په خپلو پښو ودريږي او د خپل هيواد د امنيت مسووليت پر خپله غاړه واخلي .

خو په بروکسل کي چيري چي د ناتو عمومي مقر دی، داسي اوريدل کيږي چي غړي هيوادونه ښايي ونه شي کولای، د جنرال پيترايس غوښتنه پوره کړي . په دې اړه دوه عمده دلايل وړاندي کيږي :

يو سياسي دليل چي د غړو هيوادونو حکومتونه د دې توان نه لري چي خپل خلک قانع کړي چي ولي نور زيات سرتيري افغانستان ته واستوي . همداس اوس هم په ډيرو هيوادونو کي د افغانستان د جنګي ماموريت پر خلاف ږغونه راپورته شوي دي . بل دليل دا دی چي د ناتو يو شمير نور غړي هيوادونه د مالي او پوځي لحاظه نور زيات دا ظرفیت نه لري چي په دې ماموريت کي خپله ونډه پراخه کړي .

د آلمان د دفاع وزير د ناتو د دفاع وزيرانو له غوندي څخه مخکي د اروپا د اتحاديې د دفاع وزيرانو د يوې ليدني کتني په حاشيه کي چي د اروپايي هيوادونو د همکاريو د پراخولو په هکله سره خبري وشوې، د اروپایی هیوادونو ترمنح يې د همکاریو د پراخوالو لپاره ږغ وکړ.

څوګوتبرګ وویل چی دغه ډول همکاری د ناتو له غير اروپایی غړو سره همکاری تر پوښتنی لاندی نه راوړی .

هغه په دې اړه یادونه وکړه: « خبره پر دې نه ده چي مونږ غواړو پر دې بحث وکړو چي څرنګه کولای شو مونږ د ناتو اروپايي غړي د عمل په ډګر کي د ناتو له نورو غړو سره همکاري کولای شو. بلکه دا د نورو اروپايي دولتونو خبره هم ده . د هغوی ځينو دا همکاري د عمل په ډګر پلي کړې، نو په دې وجه زه دا يو ښه چانس ګڼم. »

د ګوتنبرګ له خبري څخه داسي انګيرنه اخيستل کيږي چي اروپايي هيوادونه بايد په پوځي ډګر کی يود بل سره همکاري وکړي . مثلاً دا يو ښه چانس دی چي په ځينو پروژو لکه د چورلکو جوړولو يا د ترانسپورتي الوتکو څخه ګډه استفاده او داسي نورو برخو کی يود بل سره همکاري وکړي .

د اروپا په پارلمان کي د آلمان د آزاد ديموکرات د ګوند استازي، الکزاندر ګراف لمبزدورف د اروپایی هيوادو پوځي همکارۍ ته په اشارې سره وویل:

« د امريکاد متحده ايالاتو په پرتله په ټوليزه توګه د اروپايي هيوادونو د پوځ شمير زيات دی . موږ په اروپا کی جمعاً دوه مليون سرتيري لرو . حال دا چي د متحده ايالاتو د سرتيرو شمير 1.4 مليونو ته رسيږي . خو مونږ د خپلو دوه مليون سرتيرو لپاره يواځي دوه مليارډه ايرو مصرف کوو، او امريکايان د خپلو 1.4 مليونو لپاره ۵ مليارده مصرف کوي . معنی دا چی د سرتيرو د روزلو، د سرتيرو د پوځي تجهيزاتو او په پوځي ماموريتونو کي د هغوی د شمير له لحاظه د چا خبره امريکايان زموږ څخه د نورو کلونو په اندازه مخکی دی .»

د اروپا د پارلمان استازي، لمبزدورف زياتوي، د دې خبري معنی دا نه ده چي مونږ بايد حتماً له امريکانو څخه تقليد وکړو . خو هغه څه چي په اوسني وخت کي اروپايان کوي، هغه يواځي د مالیه ورکونکو د پیسو بې ځايه مصرفول دي .

کريستوف/ عبدالباري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري