1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلجيم کي د چادرۍ منع کولو قانون

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۲, یکشنبه

که څه هم د بلجيم په ورځنيو خبرونو کي د چادري پرسرول لومړۍ موضوع نه جوړوي او بلجيميان له حکومتي لانجو او ژبنيو کشالو سره مشغول دي، خو بيا هم د هغه هيواد پارلمان، د نوو ټاکنو تر مخه، د چادري منع کولو قانون تصويب کړی...

https://p.dw.com/p/NCbf
چادري
چادريانځور: picture alliance / dpa

تر دې وروسته به هغه مېرمني، چي چادري يا نقاب پر سر کوي، تر 140 يورو پوري جريمه، يا تر 7 ورځو پوري يې د بند امکان هم سته.

په بلجيم کې د آزادو MR د جرگه گۍ مشر Daniel Bacquelaine د دې قانون اصلي جوړوونکی دئ، او وايي ځان په چادري کي نغښتل د بلجيم له ټولنيز اصول څخه خلاف کار دئ.

«د يوه شريک ژوندکولو په خاطر، بايد د يو بل په وړاندي احترام وښودل سي،او يو بل ته بايد مخ ورښکاره کړل سي. د نر او ښځې تر منځ له برابرتيا څخه د دفاع په خاطر چادري او نقاب ديني نخښي نه دي.»

د ښی لاسه تندلاري گوند Vlaams Belang دريځ لا تر دې روښانه دئ او وايي، چي دا قانون د بلجيم د اسلامي کيدو پرضد لومړی گام بلل کيدای سي.

د انساني حقونو پلوي ټولني بيا د برقع د منع کولو سره سختي مخالفي دي. د عمومي بخښني د نړيوالي ټولني امنستي انټرنشنل په اند، دا کار د مذهبي آزادۍ او فردي حقونو مغاير عمل دئ.

د بلجيم د بشري حقونو د يوې ټولني مشر Benoit van der Meerschen هم په دې نظر دئ. دی هغه ښځي ته په بده سترگه نه گوري،چي په چادري پټه پرمخه ورځي.

«زما په خيال دا منع کول کمه گټوره وسيله نه ده. دا دې ته پاته کيږي، چي په يوه دافع ټانگ سره څوک غوماشه ولي. دا کار به ښځو ته د دې سبب سي، چي د باندي ونه وزي او په خپلو کورونو کي بندي ناستي وي او له ټولني څخه جلا سي.»

د van der Meerschen په اند، په دې سره یوه ناوړه د مثال نمونه جوړيږي. په بل گام کي به د بلجيم سياست د سر له دستمال سره هم سخت مخالفت را اخلي.

راتلونکی پارلمان به هم پر دې قانون باندي بحث کوي. د شنو گوند دلته يو چانس ويني، چي دا موضوع به يو وار بيا د اساسي قانون له معيارونو سره وڅېړل سي.
راتلونکی پارلمان به هم پر دې قانون باندي بحث کوي. د شنو گوند دلته يو چانس ويني، چي دا موضوع به يو وار بيا د اساسي قانون له معيارونو سره وڅېړل سي.انځور: picture alliance / dpa

يو څه وخت به نيسي، تر څو دا قانون چلند ته راوزي. د چادري د منع کولو قانون بايد، چي د بلجيم د سنا يا مشرانو د جرگې لخوا هم ومنل سي. مگر دا کار تر نوو ټاکنو پوري نه سي کيدای.

دا په دې مانا چي: راتلونکی پارلمان به هم پر دې قانون باندي بحث کوي. د شنو گوند دلته يو چانس ويني، چي دا موضوع به يو وار بيا د اساسي قانون له معيارونو سره وڅېړل سي.

«موږ په دې هکله د خبرو اترو په پيل کي ويلي دي، چي موږ ورته د دولتي شورا دريز غواړو. هغه کيدای سي ووايي: چي آيا د بلجيم له اساسي قانون سره سر خوري او که څنگه؟ او آيا د قانون متن له قضايي اصولو سره سم دئ؟ خو نور گوندونو دا وړانديز رد کړ. موږ ډېر مايوسه سوو، ځکه چي په هغه صورت کي به موږ داسي يو متن ولرو، چي د اساسي قانون له اصولو سره سر خوري.»

شنه په دې کي شک گڼي، چي د پوړني منع کول به معقول کار وي، خو لږترلږه د شلو سيمه ايزه بلجيمي ادارو دا کار حق په جانب شمېري، چي مخکي تر مخه يې چادري منع کړې وه.

Landmesser, Wolfgang/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل