1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلجیم کې ژبنۍ شخړه حل شوه

۱۳۹۱ تیر ۲۴, شنبه

بلجیم چې څو ژبې پکښې ویل کیږي په تیرو څو کلونو کې ډیر کړکیچونه تیر کړي دي. خو اوس د دې هیواد پارلمان د بیلابیلو اړخونو تر منځ د تفاهم رامنځ ته کولو په موخه یو مهم ګام پورته کړی.

https://p.dw.com/p/15XpL
انځور: picture alliance/KEYSTONE

د بلجیم پارلمان یو شمیر اصلاحات تصویب کړي دي او له دې لاره هڅه کوي چې د هالندي ژبو «فلامنو» او فرانسوي ژبو «والون» تر منځ ژبنۍ لانجې حل کړي.

استازو پریکړه کړې ده چې هغه شخړې حل کړي چې له پنځوسو کلونو راهیسې ئې د «بروکسل – هاله – فیلفورده» ټاکنیزه حوزه چې د دې هیواد پلازمینې ته نزدې پرته ده له ستونزو سره مخامخ کړې وه.

پر دې سربیره د بلجیم پارلمان د نورو اصلاحاتو له پاره هم لاره هواره کړې ده. د نوو اصلاحات په سر کې د حقوقي او ژبنې اهلیت مسئله او بیلا بیلو سیمو ته د پیسو ځانگړې کول راغلي دي.

۵۴۱ ورځې پرته له حکومت څخه

په ۲۰۱۰ کال کې د «بروکسل – هاله – فیلفورده» په سیمه کې ژبنۍ شخړه بلجیم له سختو ستونزو سره مخامخ کړ. دغه هیواد د ۵۴۱ ورځو له پاره کوم حکومت نه لره. اوس نو د نوو اصلاحاتو په پایله کې، په راتلونکې کې داسې کومه ستونزه نه تکراریږي.

د جمعې په ورځ د بروکسل په پارلمان کې ۱۰۶ استازو د «بروکسل – هاله – فیلفورده» په سیمه کې د ټاکنیزو قوانینو د بدلولو په حق کې رایې ورکړې او ۴۲ تنو استازو د دغو بدلونو پر ضد خپلې رایې وکارولې.

ډیرې مخالفې رایې د «ناسیونالیستانو» د گوند غړو ورکړې. هغوی په دې نظر دي چې د «فلاندر» په سیمه کې باید یوازې په هالندي ژبه د خبرو اجازو ورکړل شي. دغه سیمه په اصل کې د فرانسوي ژبو حوزه کې ده خو په رسمي ډول بروکسل پورې تعلق لري. پخپله بروکسل دوه رسمي ژبې لري او د هالندي ژبو «فلاند» حوزې سره تړاو لري. په دې سیمه کې ډیر شمیر بلژیکي فرانسوي ژبي ژوند کوي.

د نوو اصلاحاتو په پایله کې اوس د «معین فلمانها» فرانسوي ژبي وگړي اجازه لري چې په بروکسل او یا هم فلاندر سیمو کې رایې ورکړي. د بلجیم چارواکو د دغو اصلاحاتو هرکلی کړی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض