1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ ولايت کي د مخاليفينو د فعاليتونو په وړاندي بېره زياته سوېده

۱۳۸۹ آبان ۱, شنبه

په شمال زون کی په دی وروستیو کی ددولت دمخالفینو دخوزښتونو دډیردو اوپه دی اړه دخلکو داندیښنو پردوام دادی دبلخ ولایت دولتی چارواکی هم په دی برخه کی اندیښنه لری.

https://p.dw.com/p/PlrO
انځور: DW

دبلخ ولایت والی عطامحمد نور دپارلمانی ټول ټاکنو دامنیت دخوندیتوب په موخه پولیسوته ستاین لیکونو د ورکولو په غونډه کی دوینا پرمحال په شمال زون اوبیا په ځانګړی توګه په بلخ ولایت کی د دولت دمخالفینو له خوزښتونو نه اندیښنه وښوله. نوموړی وویل:

« په سیمه کی د دولت دمخالفینو فعالیتونه ډیرشوی اوهم ورځ په ورځ د ډیريدو په حال کی او د دغو فعالیتنو دمخنیوی په موخه چڼیزعملیات اړین دی ».

له بلی خوا دبلخ ولایت دامنیه چاروقوماندان عصمت الله علی زی هم وایی:

«هغه څه ناڅه امنیت چی په بلخ ولایت کی شتون لری مخالفی ډلی غواړی چی دغه امنیت ګډ وډکړی او موږ په دی وروستیو کی دبلخ ولایت په یو شمیر سیمو کی دیو لړ ناامنیو شاهدان یو نو په همدی موخه ګډ چنیز عملیات اړین اوحتمی دی».

له بلی خوا دبلخ ولایت اوسیدونکی هم په دغه ولایت کی دولتی چارواکی دامنیت د ټنګښت په برخه کی پاتی بولی. دچمتال ولسوالی اوسیدونکی اسد الله وایی:

« کورنی اوبهرنی ځواکونه په خپله نه غواړی چی امنیت ټنګ ګړی »

دهمدی ولسوالی بل اوسیدنکی ذبیح الله بیاوایی:

« له مخالفی لوری سره بهرنیان لاس لری که بهرنی ځواکونه وغواړی وسله وال ورکولای شی دا ځکه چی دغه وسله وال لا دومره ځواک هم نلری چی دولت اوبهرنی ځواکونه یی د ورکولو توان ونلری.»

دبلخ ولایت دولتی چارواکی اوعام وګړی په داسی حال کی په دغه ولایت کی دروانو ناامنیو اوددولت دمخالفینو دمخ په ډیریدونکو فعالتنوڅخه اندیښنه څرګند وی چی په دی وروستیو کی وسله والو طالبانو د دغه ولایت دچمتال ولسوالی ۱۵ کلی ترخپلی ولکی لاندی رواستی وو.

راپور: عبدلحميد صافی

کتونکی: احمدولي اڅکزی