1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ ولايت کي د ولايتي شورا له پاره د کانديدانو تر منځ سيالۍ

۱۳۸۸ تیر ۲۵, پنجشنبه

په هيواد کي د راتلونکو ولسمشريزه او ولايتي شوراګانو له پاره دکمپاينونو لړۍ، چي د جوزا یا غبرګولي پر ۲۶ نېټه پيل سوې پرمخ روانه ده.

https://p.dw.com/p/IqyO
د بلخ ولايتي شوراته کانديد محمد کريم د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو سره د مرکې پر مهال
د بلخ ولايتي شوراته کانديد محمد کريم د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو سره د مرکې پر مهالانځور: DW

د بلخ ولايت د ټاکنو د خپل واک کمېسيون مسولين وايي، چي ددغه ولايت ولايتي شورا ۱۹ چوکۍ لري، چي ۵ يې د مېرمنوله پاره دي او د ټول ټاکنو په لومړۍ دوره کي يعني ۵ کاله د مخه ددغه شمېر چوکيو له پاره د۲۴۱ تنوڅخه ۲۱۶ تنه يې د سيالۍ ډګرته راووتل، چي۲۰ يې مېرمني وي اوله دغه شمېر څخه د۵ مېرمنو په ګډون ۱۹ تنه د ولايتي شورا له پاره وټاکل سول خوسږ کال د۱۴۱ تنوڅخه ۱۳۸ تنه يې اوس مهال د ولايتي شورا له پاره د شرايطووړ کسان دي، چي له دغه شمېرڅخه ۱۶ تنه يې مېرمني دي .

په دغه ولايت کي هغوکسانو چي ځانونه يې د ولايتي شورا له پاره کانديد کړي خپلوخلکو ته راز راز وعدې ورکوي. عنايت الرحمن د بلخ ولايت اوسيدونکی او د کرهڼي او مالدارۍ په رياست کي دنده لري، یو له هغو کسانو څخه دی، چي ځان يې ولايتي شوراته کانديد کړی دی. نوموړی وايي:

«که چيري زه ګټونکی سم زه به په ټولو برخوکي د خپلو خلکوهيلي پوره کړم خو زما د کړندلاري په لومړيتوب کي د امنيت تنګښت او ورپسې د پوهي او اقصاد پراختيا ځای لري. ځکه چي دکرهڼي په برخه کي زه تخصص لرم زه د خپلو کروندګرو سره هم هر اړ خیزي مرستي او د هغوی شغل ته به پراختيا ورکوم »

نوموړی زياتوي هر هغه کانديدچي سواد و نه لري هغه به هيڅ کله هم په خپلو کارونو کي بريالی نوي دغه نوماند زاتوی د لومړۍ دورې د ولايتي شورا غړی لاس ته راوني، ځکه نه لري چي اکثره يې له کافي سواد برخه من نه دي.

دچاربولک ولسوالی اوسيدونکی محمد کریم هم د بلخ ولایتي شورا له پاره يوبل کاندید دی. نوموړی وايي.« ماددې له پاره ځان کانديدکړی، چي زموږ په سيمه کي بې سواده کسان واک لري او یوه کوچنۍ سيمه ايزه مو ضوع هم نسي آوارولای. نو که چيري زه ګټونکی سم خپل د ملت ږغ به تر لوړو چارواکو پوري ورسوم او د امنيت مثله به هم زما دکار د لومړيتوبونوڅخه وي» دغه کانديد وايي که چيري په ټاکنو کي کومه درغلي ونه سي نو زه به ګټونکی سم.

عام وګړی د ولايتي شوراګانو په اړه مختلف اومتفاوت نظريات لري په بلخ کي د المان ږغ راډيو د خبريال په خبره چي د هغه ولايت د اوسيدونکو لخوا ليکي وايي، چي اګثره وګړي د ولايتي شورا له کړنو نه چنداني راضي نه ښکاري ددغه لايت يو تن اوسيد و نکی نيک محمد وايي.«ولايتي شورا تراوسه د خلکو له پاره کو م دپام وړخدمت نه دی کړی نوزه هيله منديم چي دا مرحله يوڅه بهتره وي.

بلخ د شمال مرکزي ولايت دی، چي د اټکل له مخه يومليون او دوه سوه زره وګړي لري او له دغه شمېرڅخه څه دپاسه ۷سوه زره وګړي يې درايو ورکولو شرايطو ته برابر او کارتونه يې اخيستي دي. داچي څه شمېر به يې په ټاکنو کي ګډون وکړي دا هغه پوښتنه ده چي راتلونکی وخت به ورته جواب ووايي.

سربيره پردې چي شمال اوبياپه ځانګړې توګه بلخ د امن ولایتنو څخه شمېر ل کيږي خود ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانود کمپاين دپيل راهيسي په دغه ولايت کي هم څه ناڅه ناامني پر سترګوکيږي، چي په وروستۍ پېښه کي ددغه لايت دچمتال په ولسوالۍ کي د ناپيژندل شوو وسله ولولخواه د ټول ټاکنو ددفتر ديوه کارکونکي او د يو پوليس وژنه یادولای سو . خو د بلخ امنيتي چارواکي وايي، چي د امنيت د تنګښت په برخه کي ددوی هلي ځلي ګړندۍ دي.

عبدلحميد صافی

کتونکی. زيارمل